په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت منتخب استازي ښاغلي وکیل سید حسن پکتیاوال له پکتیا پوهنتون څخه لیدنه وکړه!

په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت منتخب استازي ښاغلي وکیل سید حسن پکتیاوال له پکتیا پوهنتون څخه لیدنه وکړه!
پکتیا پوهنتون رهبري او محصلینو سره په لیدنه کې ښاغلي وکیل سیدحسن پکتیاوال د پکتیا پوهنتون وروستي پرمختګونه وستایل او له محصلینو یې وغوښتل چې زحمت وباسي تر څو د دې دردیدلي هېواد د دردونو دوا او د خدمت جوګه شی. د پوهنتون رییس ښاغلي پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي د روانو پروژو، علمي پرمختګونو او محصلانو ته د اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او د پوهنتون د کادري روغتون، کادري بستونو او نورې غوښتنې یې له وکیل صیب سره شریکې کړي. ورپسې د محصلینو عمومي نماینده محترم الله داد او نورو د پوهنتون د محصلینو غوښتنې وکیل صیب ته یادې کړې وکیل صیب یې د بشپړولو او له مربوطه وزارتونو سره د شریکولو کلکه وعده وکړه. وروسته یې له طب پوهنځي څخه لیدنه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د طب پوهنځي رییس پوهنیار محمدشریف فرقاني، استادانو او محصلانو د دې پوهنځي په سرسبزي کې خپل زحمت ویستلي.
پوهندوی دوکتور سيدولي جلالزی
پکتيا پوهنتون رييس