پکتیا پوهنتون د کیفیت او اعتبار په اړخ کې له دویم پړاوه هم پوره بریالی راووت

پکتیا پوهنتون د کیفیت او اعتبار په اړخ کې له دویم پړاوه هم پوره بریالی راووت

پکتیا پوهنتون چې اوس د هیواد په کچه یو له معتبرترینو پوهنتونونو څخه دی، دا مهال اووه پوهنځي لري او په ټولو پوهنځیو کې شا او خوا (۲۰۵) استادان لري، چې د پوهنتون، پوهنځیو او څانګو ټولې اکاډميکې او تر ډېره علمي چاري پرمخ وړي.
د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو لپاره د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو عمومي اداره لري، چې د هیواد په کچه په کارپوه او وړ کسان یې د پوهنتونونو کیفیت لپاره کار کوي او د کیفیت په برخه کې له پوهنتونونو څارنه کوي، چې په وروستیو کې پکتیا ته د پکتیا پوهنتون کیفیت په برخه کې ارزونې لپاره یو کارنده ټیم راغلی و، له څو ورځو ارزونې وروسته له خپلو ترلاسه کړیو مالوماتو سره یو ځای د لوړو زده کړو وزارت ته لاړ او هلته یې مسوولینو ته خپل راپور او پایلې وړاندې کړې دي، چې د هغو پایلو له دقیقې ارزونې وروسته پکتیا پوهنتون ته نن د لوړو زده کړو وزارت له خوا په (236) ګڼه مکتوب باندې د پوره او له ویاړه ډکې بریا راپور، اطمنان او مبارکي راورسېدله، چې دا ویاړ د سیمې ولسونو، ولایتي ادارې مشرتابه، د پوهنتون مشرتابه او په ټوله کې دلته مصروفو کادرونو سره شریک دی.
د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی د پوهنتون ادارې او رهبري په استازیتوب د پوهنتون له ټولو درنو استادانو، د پوهنځیو له رییس صاحبانو، د څانګو امرینو، د پوهنتون له مرستیالانو، مامورینو او له ټول اړوند ټیم څخه مننه کوي چې د دې پړاو په بریا ترسره کولو لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې وه، سخت زحمتونه یې وګالل او په نتیجه کې یې نن دا دی پوهنتون د کیفیت او اعتبار له پلوه د هیواد په کچه معتبرو پوهنتونونو کې حساب شو.
په دې برخه کې د پوهنتونونو له رییسه نیولې تر عادي ماموره پورې د ټولو مرستو او هڅو ستایلو ترڅنګ د پکتیا له ولایتي ادارې هم مننه کوو، چې د پوهنتون سره یې په هره برخه کې مرسته کړې او تر توانه یې له دې پوهنتونه خپل شته نه دي سپمولي.
یو ځل بیا دې دا ویاړ ټولو پکتیاوالو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د پکتیا پوهنتون ټولې عالمې، اکاډمیکې او اداري کورنۍ او په ځانګړي ډول د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو مرکز او امریت ته مبارک وي.
موږ مخ په وړاندې روان یو، موږ دا ثابته کړه چې د بیا رغونې او سرسبزي ترڅنګ کیفیت ته هم پوره وخت ورکړل شوی او ورځ تربلې په دې برخه کې لکه د نن داسې زېري له ځانه سره لرو.
د همداسې لاسته راوړنو او پرمختګونو په هیله
اداره