په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې دوه څانګو ته د شپې برنامې منظورې شوې.

په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې دوه څانګو ته د شپې برنامې منظورې شوې.
د پکتیاپوهنتون په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د پښتو او دري څانګو لپاره د شپې برنامې د پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په حکم منظورې او په نوي تحصیلی کال کې به ورته محصلان جذب شي.
د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي دې دوو برخو کې د شپې برنامو منظوري ستره لاسته راوړنه او په علمي برخه کې د پوهنتون د لا او ښه انکشاف پیل وباله.
نوموړي وویل چې پکتیاپوهنتون کې به انشاالله د روانو پروژو له بشپړېدو سره سم نوې پروژې پیل شي، د تحقیقاتو مرکز به جوړ شي، درې څانګې به پوهنځیو ته ارتقا وکړي چې کارونه یې تر ډېره مخته تللي هم دي.
د ده په وینا چې د اکاډمیکې کورنۍ د غړي توګه به د جمهور رییس په شتون کې دا پوهنتون نور ورځ تر بلې د پرمختیا او پراختیا په لوري روان وي.
د شپې برنامې د هغو مامورینو، معلمانو او په کار بوختو کسانو لپاره ښه او بهترین چانس دی چې د ورځې له مخې په کار بوخت دي.
موږ د پرمختګ خواته روان یو.
اداره