د نابغه خوشال تر سرلینک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

د نابغه خوشال تر سرلینک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
نن د پکتیا پوهنتون تالار کې د نابغه خوشال تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهنیار ایمل ښمر وړاندې کړ.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د سيمینار او موضوع په اړه ارزښتناکه وینا وکړه.
ښاغلي جلالزي د سیمینار اړوند خوشال بابا په فکر او ژوند د خبرو تر څنګ د سیمینارونو په دې لړۍ بحث وکړ او ویې ویل چې د پوهنتون اداره به یې نور دې او نورو تحقیقي برخو ته ډېر متوجه وي، څو تحقیق دلته فرهنګ وګرځي او پوهنتونونه خپلې اصلي موخې تر لاسه کړي.
استاد خپل سیمینار ډېر واضح، د مثالونو او ژوندیو بیلګو په لرلو سره وړاندې کړ، استاد په دې بحث وکړ چې خوشال بابا څوک و او د ژوند له پیله تر پایه یې څه کړي دي؟
استاد خوشال یو نابغه او د ژبې او ولس یو ریښتونی خادم وباله چې د ده په وینا باید داسې ډېر پروګرامونه پرې جوړ شي.
ورپسې سیمینار د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي څانګې استاد طاهر صاحبزاده او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د باختر اژانس امر امان الله امان له خوا مثبت وارزول شو.
نوموړو د موضوعاتو تسلسل، د وړاندې شویو موضوعاتو اړتیا او په اړوند یې د استاد منطقي، مدلل او واضح غږېدلو تر څنګ د پوهنتون رییس، استادانو او محصلانو تر پایه په ذوق او علاقه پاتې کېدل هم د ستایلو وبلل.
سیمینار کې په راتلونکي کې د داسې نورو سیمینارونو د تیارولو وعده وشوه او د دعایې په لوستلو پای ته ورسېد.
اداره