پکتیا پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي ایجادول عالي شورا تصویب او پوهنځی منظور شو.

پکتیا پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي ایجادول عالي شورا تصویب او پوهنځی منظور شو.
د پکتیاپوهنتون رهبري شپه او ورځ هڅه کوي چې په پوهنتون کې د سرسبزي، بیارغونې او پروژو تطبیق تر څنګ په علمي لحاظ پوهنتون انکشاف وکړي او کیفیت یې لا پیاوړی شي، چې ښه بېلګه یې د تضمین کیفیت دویمه مرحله په بریا طی کول و.
دا دی پس له ډېره وخته پکتیا پوهنتون کې یو اړین او د وخت له غوښتنو سره برابر پوهنځی منظور شو، چې لنډ وخت کې به نور پوهنځي هم چې وړاندیز شوي منظور شي.
زه په دې برخه کې د هېواد له عالم جمهور رییس ، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر صیب پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى او رهبري، بشرمل صیب، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر صیب، د پکتیاوالي او سلاکار وزير، غمخور صیب، استاد حبیب الرحمن، ځیرک صیب، هاند صیب، درنو وکیل صاحبانو، د پوهنتون درنو مرستیالانو، همکارانو او استادانو څخه مننه کوم چې وخت په وخت یې دا چاره تعقیب کړې او دا دی نن یې نتیجه خورا مثبته او ګټوره ګورو.
موږ مخ پر وړاندې روان یو او انشاالله چې پوهنتون به په یوه ستر سیال اکاډمیک مرکز بدلوو .
د پورته یادو شویو اشخاصو، ملګرو، مشرانو، قومي مخورو او مدني ټولنو له پاکو او ژمنو غړو سره یو ځای به لا مخ ته ځو.
یو ځل بیا دې هم ټولو افغانانو او په خاص ډول د دې پوهنتون استادانو، مامورینو، محصلانو او پکتیاوالو ته مبارک وي.
په علم اباد او سرلوړي افغانستان ليدو په هيله
اداره