فاتحې خبرتيا

فاتحې خبرتيا
د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي د پلار مرحوم حاجي صالح محمد, دښوونې او روزنې پوهنځي رییس پوهندوی ضیاالله احمدزی د تره مرحوم حاجي حکیم الله او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار ایمل ښمر د تره مرحوم الحاج انجینیر بادشاه منګل د مړینې له کبله چې جنازې یې پخوا خاورو ته سپارل شوي, د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا ددوی فاتحې مراسم سبا د لیندۍ میاشتي په 11 نیټه د ماسپښین له یوې بجې څخه تر دریو بجو پوري د پکتیا پوهنتون په جومات کې اخستل کیږي. دوستان، ملګري او خواخوږي دې خبر وي.
انالله واناالیه راجعون