نن زموږ لپاره خورا د خوشالۍ ورځ وه :

نن زموږ لپاره خورا د خوشالۍ ورځ وه :
د هېواد په کچه دپنځم مقام له ګټلو وروسته د پکتیا پوهنتون یو بل پرمختیايي ګام، نن ددغه پوهنتون د انجنیري پوهنځي محصلانو په دوهم ځل د موډلونو د جوړیدو نندارتون پرانیست، په نندارتونو کې په خپله د انجنیري پوهنځي د محصلانو په لاسونو جوړ شوي موډلونه چې ودانۍ، د برښنا ، اوبو بندونه، شهرکونه... په کې شامل دي شتون لري.
دا د فکر او ځوانو استعدادونو د لاغوړیدا پر لور یو بل اغیزمن ګام دی، موږ د خپلو محصلانو دغو ابتکاراتو هیله من کړو، د انجنیري پوهنځي له درنې ادارې مننه کوم چې خپل زده کړیالان يې دغه ډول روزلي دي، موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو، د پکتیا پوهنتون دلا غوړیدا او ځلیدا لپاره به شپه او ورځ کار وکړو او خپلو زده کړیالانو ته به د غوره زده کړو زمینې برابرې کړو، ستاسو حمایت زموږ بریا او د نسلونو روښانه راتلونکی تضمینوي.

پوهندوی دوکتور سيدولي جلالزی
پکتيا پوهنتون رييس