د طب او ادبیاتو له پوهنځیو ۲۸۴ ځوان فارغ شول.

 

د طب او ادبیاتو له پوهنځیو ۲۸۴ ځوان فارغ شول.
نن د پکتیاپوهنتون دوو پوهنځیو د خپلو محصلانو لپاره د فراغت غونډې لرلې، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له څلورو څانګو د شپږو خویندو په ګډون (۲۳۱) کسان او د طب له پوهنځي څخه (۵۳) کسان فارغ شول چې د ټولنې د خدمت لپاره له خپلو ځوانو استعدادونو او انرژي څخه سمه استفاده کوي.
د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوي دوکتور سیدولي جلالزي له دواړو پوهنځیو فارغو کسانو او د دوی کورنیو ته مبارکي وویل.
د دوی استادانو او د پوهنځیو له مشرتابه یې مننه وکړه چې د دې محصلانو روزنې لپاره یې ډېره خواري کړې او په نتیجه کې یې دا دی ځوانان تر فراغته راورسېدل.
د پکتیاپوهنتون رییس د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په فراغت غونډه کې د ادبیاتو پوهنځي رییس پوهنیار بصیر احمد یاد د پوهنتون په فرهنګي او علمي غونډو کې د همکاري او په کم وخت کې د ډېر کار او لاسته راوړنو په اساس وستایه او په همدې موخه یې ورته ستاینلیک ډالۍ کړ.
اداره

Image may contain: 1 person, beard