پکتیا پوهنتون رهبري له خوا په خوست کې د احمدشاه ابدالي خصوصي طبي لوړو زده کړو مؤسسې په غوښتنه له یادې ادارې سره د همکاریو تړون لاسلیک شو.

پکتیا پوهنتون رهبري له خوا په خوست کې د احمدشاه ابدالي خصوصي طبي لوړو زده کړو مؤسسې په غوښتنه له یادې ادارې سره د همکاریو تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د دوه اړخیزو همکاریو او د ابدالي خصوصي طبي لوړو زده کړو موسسې د پراختیا او پرمختیا په موخه د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي او د یادې موسسې مؤسس او مشر پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي له خوا د پکتیاپوهنتون په ریاست کې لاسلیک شو.
د پکتیاپوهنتون رییس یاد پلاوي ته د توان مطابق د هر ډول مرستو ژمنه ورکړه او پوهاند صیب عبدالي د دې ترڅنګ چې د پکتیاپوهنتون له همیشنیو همکاریو یې مننه وکړه، د هر راز مرستو ژمنه یې ورکړه لکه د پکتیاپوهنتون طب پوهنځي محصلانو ته د ستاژ او عملي کارونو زمینه سازي کول، ګډ تحقیقات، علمي کنفرانسونه او سیمینارونه ګډ جوړول او د استادانو تر منځ علمي همکاري کول.
موږ په هیواد کې د لوړو زده کړو د لا ښه والي لپاره کار کوو او کیفیت راته تر هر څه مهم دی.

Image may contain: 2 people, people sitting