د کانکور ازموینو ملي ادارې د ازموینې په برخه کې د پکتیا د پوهنې په ریاست کې د مختلفو لیسو امرینو ته د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې کړ.

د کانکور ازموینو ملي ادارې د ازموینې په برخه کې د پکتیا د پوهنې په ریاست کې د مختلفو لیسو امرینو ته د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې کړ.
هغه غونډه چې پدې اړوند تیره پنجشنبه د پوهنې ریاست په تالار کې جوړه شوې وه د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، ورپسې د پوهنې رییس میلمنو او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه. د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د لیسو محترمو امرینو ته د کانکور په روڼوالي، دې برخې ته د هېواد اکاډمیک ولسمشر په ژمنتيا، د خویندو لپاره د طب په ګډون ټولو هغو پوهنځيو او څانګو کې چې د انجونو شتون پکې اړین ده د کوډ اخیستلو، ځانګړي کوډ ته د خویندو په هڅونه چې د ښوونځیو د امرینو مسؤلیت ده رڼا واچوله او له درنو امرینو یې وغوښتل چې د ازموینو له ملي ادارې څخه راغلي میلمه د تخنیکي چارو رییس ښاغلي پوهنیار لطف الرحمن حقمل څخه ټول معلومات واخلي او په خپلو لیسو کې یې له زده کوونکو سره شریک کړي. ښاغلي جلالزي په ټینګار سره وویل له اوسني ناورین څخه د راوتو یوازینۍ لار په پوهه د ځان سمبالول دي. د غونډې له برخه والو سره د تخنیکي چارو رییس ښاغلي پوهنیار لطف الرحمن حقمل خپل معلومات د پرېزینټېشن له لارې شریک کړل. غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلو په هيله پای ته ورسیده.

Image may contain: 2 people, beard