د تسلیت او غمشریکي پيغام

د تسلیت او غمشریکي پيغام
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتیا پوهتنون پخوانی مشر رییس، علمي شخصیت او د شهید استاد رباني پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي متقاعد استاد پوهاند دوکتور عبیدالله پریار د اجل داعي ته لبیک ووایه، او خپل روح یې تل پاتې څښتن ته وسپاره. ښاغلی پریار د پکتیا پوهنتون خواخوږی، په علم او هېواد مین شخصیت و، چې تل یې د هیواد د ښېرازي او سوکالۍ هیله درلوده، او کلونه یې د علم په ډګر کې اغېزمنې هلې ځلې کړې دي. د پکتیا پوهنتون رهبري، استادان او کارکوونکي د ده له کورنۍ سره ځان په دې درانه غم کې شریک بولي، د لوړو زده کړو وزارت رهبري، د مرحوم کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي، او ارواښاد ته د څښتن تعالی له دربار څخه د الهي رحمت او جنت الفردوس دوعا کوي.
(ان الله و انا الیه راجعون).

Image may contain: one or more people