حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته سرپرست رییس وټاکل شو

حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته سرپرست رییس وټاکل شو
د حقوقو پوهنځي مخکنی رییس د دوکتورا لپاره بهر ته ولاړ او پر ځای یې د حقوقو پوهنځي ته ښاغلی پوهنیار بختیار احمدزی د استادانو د رایو په اکثریت غوره شو.
په هغو مراسمو کې چې په دې اړه جوړ شوي وو د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي چې د محصلانو چارو مرستیال یې ملتیا کوله د دې پوهنځي استادانو ته وویل چې ښاغلي پوهنیار نورانور فاروقي خپله دنده په پوره امانت داري او قوي مدیریت سره تر سره کړه او د دې پوهنځی درنو استادانو او خوږو محصلانو د ده په وخت کي سترې سترې لاسته راوړنې لرلې او دا پوهنځی یې د هېواد په کچه وځلاوو زه د پوهنتون د مسؤل په توګه له ښاغلي نور انور فاروقي څخه مننه کوم او له لوی خدای ج څخه ورته د بریا او هوسا ژوند هیله کوم.
همدارنګه ښاغلي جلالزي پوهنیار بختیار احمدزي د سرپرست په توګه د معرفي کیدو تر څنګ خوښي څرګنده کړه چې دوي به هم خپل کارونه جدي تعقیبوي او د پوهنځي د پرمختګ لپاره به په ټول توان کار کوي.
په غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار نقیب الله ځاځي ترڅنګ د یاد پوهنځي څو تنو استادانو هم خبرې وکړې او ښاغلي احمدزي ته یې د همکاریو ډاډ ورکړ.
غونډه د دعایې په ویلو سره په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلو په هيله پای ته ورسیده.

Image may contain: 4 people, including Bakhtyar Khan Ahmadzai, people standing