پرون چهار شنبه رسما پوهنیار محمد شریف فرقاني د طب پوهنځي د رییس په توګه معرفي شو.

پرون چهار شنبه رسما پوهنیار محمد شریف فرقاني د طب پوهنځي د رییس په توګه معرفي شو.
هغه غونډه چې د طب پوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه ورپسې ملي سرود وغږول شو. پرانیست او ښه راغلاست وینا ته د پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سیدولي جلالزی را وغوښتل شو. ښاغلي جلالزي د فرقاني په رسمي راتګ د هېواد له عالم، اکاډمیک او محبوب ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني او لوړو زده کړو له نوښتګر وزیر پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي څخه مننه وکړه چې دې پوهنځي ته یې داسې څوک راولیږه چې ټول استادان او محصلان پرې راټول دي. همدارنګه ښاغلي جلالزي له پوهنیار مایل خان منګل څخه مننه وکړه چې په خپل وخت کې یې دې پوهنځي ته ډېر کار کړی او هیله یې وښوده چې د ماسټري له بشپړاوي وروسته به بیا خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د بشري سرچینو عمومي مدیر محترم الماس پیمان د محبوب ولسمشر د منظوري حکم له ګډونوالو شریک کړ.
وروسته د پکتیا ولایت مخور استاد محترم احمدجان فیضي د پوهنتون په پرمختګ، د ښاغلي فرقاني په صداقت او علمیت خبرې وکړې او له ښاغلي فرقاني یې وغوښتل چې خپل کړیدلي ولس شپه او ورځ یوه کړي او کار وکړي ترڅو دا ملت له بهرنۍ درملنې خلاص شي.
په پکتیا کې د حماس خیریه بنسټ مشر ښاغلي عبدالهادي حماس هم وینا وکړه هغه د پوهنتون رییس، اداره او فرقاني په دې وستایل چې په خلاص مټ خپل ولس ته کار کوي او وويې ویل چې فرقاني به د دې پوهنځي لپاره ډېر څه وکړي.
د طب پوهنځي استاد محترم پوهنیار اخترمحمد توتاخیل د دې پوهنځي په امکاناتو او محصلینو ته په معیاري درسونو وغږيده او وویې ویل چې د موږ هڅه به دا وې چې د پوهنتون له ادارې سره اوږه په اوږه د دې پوهنځي د پرمختګ او معیاري کیدو ته کار وکړو.
همدارنګه د پوهنتون اداري مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي داکټر صیب فرقاني ته د مبارکي تر څنګ د کلکې همکاري ډاډ ورکړ.
د رڼا او نښتر انسټيټیوټ مشر ښاغلي ډاکټر سمیع الله احمدزي د مبارکي تر څنګ ژمنه وکړه چې د پوهنتون او په ځانګړې توګه د طب پوهنځي سره د توان تر حده همکاري به کوم. ورورسته یو تن قومي مخور او د قباسلو چارو پخوانی رییس ډګروال محمدحنیف احمدزئ وغږیده او د پوهنتون له ادارې یې د کړنو په برخه کې خوښي څرګنده کړه او د مبارکي سره جوخت یې وویل، چې رنځپوهان د له خپلو ناروغانو سره نرمي کوي او د دوي په تداوي کې د زحمت وباسي تر څو د دنیا او اخرت د نیکمرغي سبب یې وګرځي. همدارنګه ښاغلي ډګروال محمد حنیف د پوهنتون رییس وهڅاوو چې د دې شته پرمختګونو تر څنګ نور هم زحمت وباسي او لا زیات کار وکړي. د غونډې وروستی ویناوال ښاغلی پوهنیار فرقاني وو چې خپله وینا یې په ژمنو او عملي کړنو او د دې پوهنځي په پرمختګ پیل کړه او له میلمنو یې مننه وکړه چې ډاډ ترڅنګ یې د ګډ کار وعده له ښاغلي فرقاني سره وکړه. ښاغلي فرقاني وویل چې د سولې داتل ولسمشر او د لوړو زده کړو د وزیر هغه اعتماد چې په ما یې کړی به ساتم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به مخته ځو.
غونډ د تحایفو، دعایې په ویلو او په هېواد کې د تل پاتې سولې راتلو په هیله پای ته ورسیده.
اداره

Image may contain: 3 people, people standing