موږ نوی لمریز کال د پکتیا پوهنتون د مرکزي کتابتون د بنسټ ډبرې په اېښودو پېل کړ.

موږ نوی لمریز کال د پکتیا پوهنتون د مرکزي کتابتون د بنسټ ډبرې په اېښودو پېل کړ.
د بنسټ ډبرې مراسم د قران عظیم الشان په تلاوت برکتناک شول. دې مراسمو ته د پکتیا قدرمن والي شمیم خان کټوازی، د پکتیا امنیې قوماندان سلطان داؤد، پکتیا ولایت د ولایتي شورا ريیس او د دې شورا درانه استازي، د پوهنتون رهبري، مدني فعالان او د ولایتي ادارې محترم رییسان راغلي وو. د پکتیا والي د پکتیا پوهنتون د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په جریان کې وویل چې پکتیا پوهنتون د ګړندیو پرمختګونو شاهد دی او موږ بیا هم ژمن یو چې دا پوهنتون لا نور پرمختګ وکړي. د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی ‌دکتور سیدولي جلالزي په خپلو خبرو کې وویل چې موږ د هېواد له محبوب ولسمشر، لوړو زده کړو وزارت درانه وزیر، پکتیا والي او سلاکار وزیر، د پارلمان له قدرمنو استازو، ولایتي شورا او په ټوله کې له پکتیا مېشتو منندوی یو چې هر وخت یې د پکتیا پوهنتون ته د همکارۍ لاس ورکړی. ښاغلي جلالزي زیاته کړه چې د کور او ښار جوړونې ریاست سره په ګډه به شته روانو پروژو کلک نظارت کوو. پدې ودانۍ به څه کم 27 میلیونه افغانی مصرف کیږي او په دریو پوړونو کې به جوړیږي. د ولایتي شورا رییس د مبارکۍ تر څنګ وویل چې موږ هم د خپل توان تر حده د پکتیا پوهنتون سره ګډ کار کوو.
د بنسټ ډبرې د مراسمو د پای دعا د علماوو شورا استازې قاري صیب خواجه الدین حق بیان وکړه.
د پرمختللي افغانستان لیدو په هیله.