کرونا په اړه تیره اوونۍ د پکتیا پوهنتون ځانګړی کنفرانس او کمپاین تر سره کړ.

دا چې پدې وروستیو کې د کویډ ۱۹ ( کرونا) ناروغۍ ویروس خپریدل په ټوله نړۍ کې د انسانانو روغتیا ته د زیان رسونې له امله د هغوی زده کړې، راکړه ورکړه، سفرونه او بالاخره د ورځني ژوند ټولې چارې په ټپه درولې او یا د دریدو حالت ته رسولې دي. د دغې وبایي ناروغۍ ویروس د خپریدو څخه د مخنیوي او مخکې درملنې لپاره د عامه پوهاوي په پار پکتیا پوهنتون طب پوهنځي استادانو د خپلې ملي وجیبې له مخې تیره اوونۍ وکولی شول، چې د پوهنتون او پکتیا ولایت بېلا بېلو ادارو مسؤلینو ته د پوهنتون د ناستو په تالار کې د علمي کنفرانس وړاندې کولو تر څنګ د مرکز ګریز درنو ښاریانو ته دعامه پوهاوي کمپاین په لار واچوي.
د عامه پوهاوي په دې کمپایني پروګرام کې لومړی د دغه پوهنتون د غونډو په تالار کې په دایره شوې ناسته کې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل داکتر عبدالله احمدي د ناستې په پرانیستونکي وینا کې د دغه ډول پروګرامونو دایرول د پوهنتون مهمه دنده وبلله ، ورپسې د دغه پوهنتون د ښوونې او رزونې پوهنځي استاد ښاغلي عبدالرحمن مبشر له خوا د دغې ناروغۍ د مخنیوي په پار د اسلام مقدس دین د هغه لار ښوونو څخه یادونه وکړه کومې، چې د نن څخه پنځلس پیړۍ وړاندې د قران او احادیثو په رڼا کې موږ ته جوتې شوې، د ناستې د آخرني وینا کوونکو په توګه ددې پوهنتون د طب پوهنځي رییس ښاغلي محمدشریف فرقاني په خپلو خبرو کې دغه ناروغي یوه جدي او نړیواله ګواښونکي موضوع وبلله او زیاته یې کړه، چې موږ او د موږ درنو استادانو د خپل ملي احساس او مسؤلیت له مخې وپتیله، چې د هېوادوالو د اذهانو د روښنانتیا لپاره دغه ډول پروګرام په لار واچوو. دناستې په دویمه برخه کې د طب پوهنځي استاد ښاغلي محمد ناصر سباوون له خوا ددغې ناروغۍ ویروس د تاریچې او د ناروغۍ د رامنځته کیدو د لارو چارو او علایمو په تړاو علمي کنفرانس وړاندې کړی شو په داسې حال کې ، چې د کنفرانس په دریمه برخه کې همدې پوهنځي یو بل تن استاد ښاغلي میر ضیا الرحمن محرابي له خوا ګډونوالو ته د دغه ویروس د خپریدو او مخکې درملنې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړای شول. د ناستې په پای کې د عامو وګړو د اذهانو د روښانتیا لپاره د پوهنتون رییس ښاغلي پوهندوی داکتر سیدولي جلالزي په مشرۍ ، چې د طب پوهنځي رییس، استادانو او نورو یې ملتیا کوله د ګردیز ښار په واټونو کې د عامه پوهاوي په پار خلکو ته هغه معلوماتي پاڼې او پیغامونه ورسول کوم، چې د دغې ناروغۍ د خپریدو په برخه کې مرسته کوونکي ګڼل کیږي.
نو درنو محصلانو، پکتیاوالو او په ټوله کې عزتمندو هېوادوالو د روغتیا پالو ټولې سپارښتنې په پام کې ونیسی.
پدې هیله چې له کرونا پاک هېواد ولرو.