د پوهنتون د پوستې اتل او غښتلی ضابط نن په داسې حال کې شهید شو چې د نورو انسانانو د ساتنې لپاره یې د کابل ګردیز له لویې لارې د هغه موټر سایکل د لرې کولو هڅه کوله

د پوهنتون د پوستې اتل او غښتلی ضابط نن په داسې حال کې شهید شو چې د نورو انسانانو د ساتنې لپاره یې د کابل ګردیز له لویې لارې د هغه موټر سایکل د لرې کولو هڅه کوله چې چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي وو. له ده سره یو بل تن ساتونکی هم همدې حالت کې ټپي شوی. چې د ټپي ساتونکي روغتیایې حالت اوس بیخي د ډاډ وړ ده. د دوي تر څنګ یو مسافر چې په کرولا ډوله موټر کې یې سفر کاوه هم سطحي ټپي شوی. د پوهنتون رهبري، استادان، کارمندان او محصلان د شهید کورنۍ ته د صبر جمیل غوښتنه کوي او په دې درانه غم کې ورسره ځان شریک بولي. شهید ته د جنت الفردوس د نصیب کیدو هیله کوي او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.
قهار او جبار الله نور ته په خپل عظمت زموږ په خاوره کې تل پاتې سوله راولي.
اداره