تیره ورځ د محبوب ولسمشر د هدایت سره سم د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې د پکتیا محترم والي شمیم خان کټوازي، د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، رهبري او د زم زم خصوصي زده کړو مؤسسې مسؤلینو د کرونا ناروغی خپرونې د مخنیوي او د بریښنايي

تیره ورځ د محبوب ولسمشر د هدایت سره سم د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې د پکتیا محترم والي شمیم خان کټوازي، د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، رهبري او د زم زم خصوصي زده کړو مؤسسې مسؤلینو د کرونا ناروغی خپرونې د مخنیوي او د بریښنايي زده کړو د مخته وړلو په پار ګډه ناسته تر شوه.
په غونډه کې په دې بحث وشو چې کومې لارې چارې په پام کې ونیسو تر څو د کرونا ناروغی د مخنیوی په پار محصلینو ته په مؤثره توګه تدریس او درسي مواد ورسوو. د پوهنتون رییس په دې برخه کې د علمي، محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنځیو د ریسانو کارونه وستایل چې په دی، برخه کې یې تر سره کړي او له دوي څخه یې وغوښتل چې په دې برخه په جدیت کار وکړي تر څو د رخصتیو په جریان کې محصلین فعال وساتل شي. د پوهنتون رییس محترم سلاکار وزیر او د پکتیا والي ته ډاډ ورکړ چې خپل ټول امکانات به په کار اچوو تر څو محصلانو تدریس، لکچر او مواد په انلاین توګه ورسوو. همدارنګه هغه محصلان چې انټرنیټ ته لاسرسی نلري هغوي ته د لکچرنوټونو او نورو موادو چې د مضمون اړوند وي هارډ کاپي ورسوو. په غونډه کې د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنځیو ریسانو له والي صیب او ګډونوالو سره د انلاین کلاسونو په اړه معلومات شریک کړل او هغه لارې چارې چې د انلاین کلاسونو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي لکه Edmodo, google classroom, Whatsapp, Facebook messenger او داسې نور په ګوته کړې. د پکتیا والي او سلاکار وزیر د ستاینې تر څنګ زیاته کړه چې په هره برخه کې چې ستونزې وي موږ به یې خپله حلوو او که مو له وسه پورته وې لوړ پوړو چارواکو سره به یې شریکې کړو. همدارنګه والي صیب ژمنه وکړه چې انلاین کلاسونو لپاره کمرې او نور اړین توکي برابروم. د پکتیا ولایت د مخابراتو رییس هم په خپلو خبرو کې وویل چې د پوستې له لارې به ولسوالیو ته د لکچر نوټونو او نورو اړونده موادو په انتقال کې مرسته کوم او دا لیږل به وړیا وي. د زمزم لوړو زده کړو مؤسسې مشر د نظر له شریکولو وروسته زیاته کړه چې زه به د پکتیا پوهنتون ته د طبي لومړنیو درملو او سامان الاتو په برخه کې همکاري وکړم.
نو درنو او خوږو محصلانو له خپلو استادانو، د څانګو له امرینو او پوهنځي له ریاست سره دوامدار په تماس کې اووسی او خپل وخت په مطالعه او درس ویلو مصرف کړی ستونزې به وې اما دا د دې دلیل نشي کیدای چې مطالعې او درس ویلو ته نه ووایو. موږ مو په څنګ کې یو او له نږدی به کار کوو. د کرونا ویروس په برخه کې نه یوازې چې د ځان مسؤلیت لری بلکه د خپل فامیل او دوستانو سره هم مرسته وکړی تر څو له دې هلاکوونکي وایروس څخه هغوي هم خوندي وساتل شي.
په دې هیله چې ښه صحت ولری.
پکتیا پوهنتون اداره