پکتیا پوهنتون او اداره به یې انشاالله په سختو حالاتو کې هم د خپل اتل ولس په څنګ کې وي.

پکتیا پوهنتون او اداره به یې انشاالله په سختو حالاتو کې هم د خپل اتل ولس په څنګ کې وي.
پکتیا پوهنتون د کرونا وایروس له امله د پېښودونکو بېړنیو حالاتو سره د مقابلې په خاطر د عامې روغتیا ریاست ته د لیلیې تعمیرونه د مؤقت وخت لپاره په واک کې ورکړل چې تر اویا بسترونو به زیات وي. د دې اتاقونو د چپرکټونو د توشکو، کمپلو او بالښتونو په برابرولو کې د پکتیا ولایت والي او سلاکار وزیر شمیم خان کټوازي خپله برخه واخیسته او د طبي وسایلو لپاره هم کار روان ده.
د لوړو زده کړو وزارت زړه سواند وزیر پوهنمل عبدالتواب بالا کرزی، د پوهنتون اداره، د طب پوهنځي اداره او استادان دا دې ځان مسؤلیت او وجیبه بولي چې د خپل دردیدلي ولس سره په څنګ کې اووسي او څه امکانات چې موږ یې په توان کې لرو له خپلو خلکو سره به یې شریکوو.
موږ له خپل شریف ولس څخه په جدي توګه غواړو چې د رنځپوهانو ټولې سپارښتنې په پام کې ونیسي او د نورو په ژغورلو کې هم خپل ملي رسالت ادا کړي. له بې وزله خلکو سره مالي مرستې وکړي او د دې لویې فاجعې په راکمولو او محوه کولو کې خپل رغنده رول ادا کړي. د دیني علماوو سپارښتنې چې تاسو ته یې کوي هم له پامه مه غورځوی.
لوی او توانا الله ج د دا وایروس ژر تر ژره ورک کړي.