يکشنبه ۱/۱۷/ ۱۳۹۹

يکشنبه ۱/۱۷/ ۱۳۹۹
د پکتيا ځوان او مدبر والي او سلاکار وزیر ښاغلي شميم خان کټوازي صيب په ځانګړي وړانديز او د هېواد ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني د منظوري او فوري هدایت په اساس د پکتيا ولايت مرکز ګردېز د پکتيا پوهنتون د ځمکې په هغه برخه کې چې د طبي کمپلکس لپاره ځانګړې شوې، يو ۱۰۰ بستريز روغتون په بيړني ډول په دوو پړاوونو کې د څو ورځو په جريان کې جوړېږي چې په لومړي پړاو کې د روغتون هغه برخه فعاليږي چې يوازې به د Covid - 19 يا د کرونا ناروغانو درملنه پکې ترسره کيږي او په دوهم يا اوږد مهاله پړاو کې به د روغتون دوهمه يانې تحقيقاتي برخه جوړيږي چې د نورو ټولو ناروغانو د درملنې ترڅنګ به د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي د زده کړيالانو د ستاژ يا عملي زده کړو لپاره خدمات هم ترسره کوي. دا روغتون به پکتیا پوهنتون کادري او تدریسي روغتون وي. د يادونې وړ ده چې د مرکزي دولت لخوا به تعميراتي چارو د بشپړيدو سره سم به ټول اړين طبي تجهيزات هم ورته برابريږي.
په پای کې بايد وويل شي چې په دې اړه نن له غرمې وروسته د پکتيا ولايت مقام کې د پکتيا والي محترم شميم خان په مشري يوه بيړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه چې د پکتيا پوهنتون رييس پوهندوی ډاکټر سيد ولي جلالزي، د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي رييس الحاج پوهنيار ډاکټر محمد شریف فرقاني، د ولايتي شورا وکيلانو هر يو عبدالمالک ځاځي او شفيق الله منګل هم ګډون درلود چې په غونډه کې د لازمو پريکړو په پای کې د پکتيا محترم والي صيب په مشري يو هيئت ياده سيمه سروې کړه او پريکړه وشوه چې د ياد روغتون عملي چارې به په راتلونکې اونۍ کې ترسره او له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې د ناروغانو د درملنې او بستر لپاره له ټولو طبي اسانتياوو سره تيار شي.
له کورونا څخه خالي افغانستان لیدو په هیله