د پروژو کارونه الحمدالله سم روان دي.

د پروژو کارونه الحمدالله سم روان دي.
پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سیدولي جلالزي، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي او د اداري چارو مرستیال محمدالله ګردیزي نن د پوهنتون له روانو پروژو لیدنه وکړه او د پروژو قرار دادیانو ته یې جدي سپارښتنه وکړه چې د کیفیت په نظر کې نیولو سره کارونه مخکې یوسي. د کور او ښار جوړولو انجنیران د پوهنتون د انجنیري له کمیټې سره په ګډه له پروژو په دوامداره توګه نظارت کوي موږ یې ځان احسان مند بولو او کور ودانی ورته وایو.
اداره