د غم شریکۍ او خواخوږي پیغام!

د غم شریکۍ او خواخوږي پیغام!
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې څارنوال سید رقیم شاه کریمي د اجل داعي ته لبیک ویلی او په یوه ترافیکي پېښه کې یې د تل لپاره له فاني نړۍ سترګې پټې کړي.
څارنوال سید رقیم شاه کریمي نه یوازې د پکتیا ولایت استيناف څارنوالۍ کې په بیلابیلو برخو کې په اخلاصمندانه توګه دندې اجراء کړې بلکې له پنځه کالونو راهیسې یې تر مړینې پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې د وطن بچیو ته په افتخاري شکل د هېوادنۍ مینې او نبوي رهنمود په رڼا کې د استادۍ مقدسه دنده هم په پوره اخلاص، صداقت او مینه ترسره کوله. کاش ژوند ورسره یاري کړې وای او د حیات په بلې شمعې یې د عمر تر پایه د جهل توره شپه رڼا ساتلې وی.
استاد کریمي نهایت مخلص، با دیانته، حقپال، ریښتینۍ، زړه سوانده په وطن او خاروه مین انسان وو.
موږ ته یې زیاتې له پند او عبرت ډکې ښکلې خاطرې پرېښودې. د پکتیا پوهنتون خادم پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزی، رهبري، استادان او ټول محصلان د ده په مړینه نهایت زیاته خواشیني څرګندوي، غم کې یې ځان شریک بولي او کورنۍ، ملګرو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر ترڅنګ شهید ته د جنت فردوس غوښتنه کوي.
انا لله وانا الیه راجعون