د خواشینۍ او تسلیت پیغام!

د خواشینۍ او تسلیت پیغام!
د لوړو زده کړو وزارت تکړه او په هېواد مین د تحریراتو ځوان رییس رحیم الله د اجل داعي ته لبیک ویلی او د تل لپاره یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې، موږ مرحوم ته د جنت فردوس غوښتنه کوو او د ده له کورنۍ او لوړو زده کړو وزارت سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولو. پکتیا پوهنتون رهبري، استادان او محصلان د مرحوم کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي او د لوړو زده کړو وزارت عالیقدر وزیر او د دې وزارت رهبري سره په ژوره توګه خپله خواخوږي څرګندوي. نوموړی د پکتیا پوهنتون کلک همکار وو، لوی او مهربان الله ج ته لاسونه لپه کوو چې قبر یې منور او د جنت له باغچو څخه یوه باغچه ورته وګرځوي.
انا لله و انا الیه راجعون