د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د پکتیا پوهنتون د رییس پیغام!

د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمداشرف غني، د هېواد د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر پوهنمل عبدالتواب بالا کرزی، د پکتیا ولایت دروند والي شمیم خان کټوازی، د ملي شورا درنو ریسانو او استازو، د پکتیا ولایت رهبري، د ولایتي شورا قدرمنو استازو، پکتیا میشت غیور ولسونو، د احزابو درنو مشرانو، پکتیا پوهنتون عزتمندو استادانو، د ادارې محترمو مسؤلینو، د دې پوهنتون د ښکلا او هېواد راتلونکې معمارانو خوږو محصلانو، مسلمه امت او په ټوله کې خپل شریف، اتل او دردیدلي افغان ملت ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په پار مبارکي وایم. روژې، تراویح، عبادات او صدقې مو قبولې شه. زموږ هیله به دا وي چې خپلې صدقې، ښه خوراکونه، جامې که وس یې ولری له بې وزله، یتیمانو، بې سرپرسته کونډو او له خپلو بې وسه ګاونډیانو هېوادوالو سره شریکې کړی تر څو هغوي هم د اختر له خوښیو خوند واخلي.
کوچنی اختر د ښه نیت اخلاص، رښتنولي، ژمنې ته د وفاداري او پیوستون نښه ده چې مسلمانان وروسته له یوې میاشتې ریاضت او رښتنې بندګي دا فرصت په لاس راؤړي چې خوښي وکړي او د پاک الله ج د نعمتونو شکر ادا کړي.
پدې هیله چې د دې کوچني اختر د مبارکې ورځې په خاطر په دې هېواد کې د ځلويښت کلنې غمیزې کمپله د تل لپاره ټوله شي او په هېواد کې مو تل پاتې سوله راشي.
د پرمختللي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ليدو په هيله.
کاپي