د پکتيا پوهنتون په ولسي مرستو رغیږي!

د پکتيا پوهنتون په ولسي مرستو رغیږي!

۱۳۹۴-۹-۹/پکتياپوهنتون خبري څانګه

د تېر په څېر يو ځل بيا د پکتيا پوهنتون يوه برخه د ولسي مرستو پر مټ ورغېده او پر وطن د مينو، خواخوږو او بااحساسه شتمنو پام يې دې ستر علمي او تحصيلي مرکز ته راواړوه.

له پکتيا پوهنتون سره يو تن سوداګر او علم دوسته شخصيت نجيب احمدزي ۱۰۰۰۰ لس زره امريکايي ډالره مرسته وکړه، چې يوه مهمه رغنيزه پروژه پرې بشپړه شوه.

د پکتيا پوهنتون رييس پوهنمل عبدالکريم توتاخېل وايي، نجيب احمدزي نهه زره ۹۰۰۰ امريکايي ډالر د پوهنتون د يو منځني سړک په پخولو لګولي، چې د پوهنتون بڼې ورسره خورا مثبت تغيیر کړی.

دی وايي د نجيب احمدزي له لوري پوهنتون ته لس پرينټر ماشينونه هم اخيستل شوي او همدارنګه د انټرنيټ لاين هم د نوموړي په همکاري دوباره تړل شوی دی.

توتاخېل د ښاغلي نجيب احمدزي دا احساس ستايي او وايي، چې يو شمېر نورو سوداګرو هم ورسره مرستې کړې دي.

پوهنمل عبدالکريم توتاخېل د نورو مرسته کوونکو يادونه کوي او وايي، چې پوهنتون د تېر په پرتله د همدې ولسي مرستو پر اساس ګڼ پرمختګونه خپل کړي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د ښاغلي نجيب احمدزي دا فکر او مرسته ستايي، چې د پوهنتون په رغونه کې يې برخه اخيستې.

دی د ورته نورو مرستو په هيله دی:

«زموږ پوهنتون نوی دی او لازمه ده، چې د حکومت تر څنګ ولسي خلک او سوداګر هم د دې ستر علمي مرکز رغونې ته توجه وکړي».

د پکتيا پوهنتون محصلين هم د پوهنتون په رغنيزو چارو خوشحاله دي او له شتمنو غواړي، چې د دوی دا معنوي دمه ځای ورته اباد او ښېرازه کړي.

د ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم ډيپارټمنټ محصل خالد ذهين همدا خبره کوي:

«موږ له ټولو مرسته کوونکو خوشحاله يو، چې د پوهنتون په رغونه کې برخه اخلي او له نورو هم غواړو، چې دا تحصيلي او تحقيقي مرکز ورغوي او د سيمي په کچه ترې يو ستر تحصيلي مرکز جوړ کړي».

نجيب احمدزی د پکتيا پوهنتون په رغنيزو چارو کې داسې وخت همکاري کوي، چې له دې وړاندې هم په هيواد مينو شتمنو په لويه کچه مادي او معنوي مرستې کړې دي.