پکتیا پوهنتون د علمي چارو معاونیت لخوا 98/12/06 نېټه د سه شنبې په ورځ د تحصیلي نصابونو شرحه او وېش په اړه ( د حقوقو، سیاسی علومو، بین المللي روابطو، اسلامي تعلیماتو او ثقافت اسلامي) د علمي برنامو بیا کتنې او OBE/ SCL تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاف دایر شو

پکتیا پوهنتون د علمي چارو معاونیت لخوا 98/12/06 نېټه د سه شنبې په ورځ د تحصیلي نصابونو شرحه او وېش په اړه ( د حقوقو، سیاسی علومو، بین المللي روابطو، اسلامي تعلیماتو او ثقافت اسلامي) د علمي برنامو بیا کتنې او OBE/ SCL تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاف دایر شوی وو.
په دغه ورکشاپ کې د پوهنتون رهبري غړیو، پوهنځیو رییسانو، د څانګو امرینو او استادانو ګډون درلوده. ورکشاپ د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شو. ورپسې د علمي چارو مرستیال د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي پیغام له ګډونوالو سره شریک کړ.
ښاغلي پوهنمل دکتور عبدالله احمدي د تحصیلي نصابونو په اړه هر اړخیز معلومات له ناستو وروڼو سره شریک کړل. ښاغلي احمدي وویل چې د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کې د یوه ملت او یوه تحصیلي نصاب په اړونده برخه کې لویه لاسته راوړنه ده. او دا دې لوړو زده کړو په تاریخ کې د لوړو زده کړو اوسني مبتکر، عالم او نوښتګر وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د کړنو ښه بیلګه ده چې د ده په ښه رهبریت او علمیت دلالت کوي. د لوړو زده کړو ټول کهول او په ځانګړې توګه د پکتیا پوهنتون مشرتابه، استادان محصلین ترې مننه کوي او له لوی الله ج څخه ورته د لازیاتو بریالیتوبونو غوښتونکي دي.
همدارنګه د یاد شوي نصاب د بشپړيدو له امله خپلې ټولې د اکاډمیکې کورنۍ غړیو او ټوله کې یې افغان شریف او غیور ملت ته مبارکي وایو.
ښاغلي احمدي وویل چې تحصیلي نصاب د تحصیل ژوندی عنصر ده او تل بیا کتنې ته اړتیا لري. نوموړي د دې پروسې د دوام هیله وکړه.
پوهنمل دوکتور احمدي د خپلې وینا په دویمه برخه کې د تضمین کیفیت د OBE/SCL په اړه هم معلومات د ورکشاپ له ګډونوالو سره شریک کړل او نوموړي موضوعات یې د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژي لویه او غوښینه برخه وبلله او د OBE/SCL ورکشاپ کې د زیار ایستونکو استادانو په ځانګړې توګه د ټرېنرانو هر یو پوهندوی محمداود شیرزاد، پوهنیار سیف الرحمن روهي او پوهنیار معروف همدرد څخه یې مننه وکړه چې د ژمي په دې سختو حالاتو کې یې د شپې او ورځې له استادانو سره کار وکړ. همدارنګه له ګډون کوونکو استادانو، د نړیوال بانک نماینده ښاغلي عید محمد حقمل او د اداري مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي او کار مندانو یې هم مننه وکړه چې د موادو او نورو اړونده اړینو توکو په برابرولو کې یې همکاري کړي وه.
ښاغلي پوهنیار نجیب الله احمدزي د تضمین کفیت د لوړاوي اړوند ډېر په زړه پورې معلومات په پرېزینټېشن کې له ګډونوالو سره شریک کړل.
او په پای کې د پوهنتون د PDC مسؤول ښاغلي پوهنمل عبدالظاهر محسن خپلې خپرې په دې ورټولې کړې چې پوهنتون مو ښې خواته درومي او هڅه به مو دا وې چې د لا نور پرمختګ لپاره یې سخت کار وکړو. ورکشاپ د دعایې په ویلو او په هېواد کې د تلپاتې سولې راتلو په هیله پای ته ورسید.
اداره