خوشبختانه پکتیا پوهنتون کې د OBE/SCL پنځلس ورځنی ورکشاپ پیل شو.

خوشبختانه پکتیا پوهنتون کې د OBE/SCL پنځلس ورځنی ورکشاپ پیل شو.
پدې ورکشاپ کې د پکتیا پوهنتون استادانو ترڅنګ د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې استادان هم ګډون لرې.
پکتیا پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ محصل محوره زده کړو OBE/SCL ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت پرمختیايي پروګرام (HEDP) په تخنیکي مرسته تېره اونۍ پیل شو او دوه اونۍ به دوام وکړي. په نوموړي ورکشاپ کې د پوهنتون له اوو ګونو پوهنځیو څخه ۴۵ تنه استادان ګډون کوي چې د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې استادان هم پکې ګډون لري، او د تدریس چارې یې د دریو تنو مجربو روزونکو له خوا پر مخ وړل کیږي. د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور عبدالله احمدي د ورکشاپ په ارزښت او اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې، دا ډول ورکشاپونه یې د علمي ظرفیتونو په لوړولو کې مهم وبلل، او هیله یې وښوده چې محترم استادان به د ورکشاپ له تجربو څخه د محصلانو په تدریس کې عملاً ګټه پورته کړي، تر څو ګران محصلان وکولی شي چې د مفاهیمو د یادولو پر ځای عملي او اغېزمنه زده کړه وکړي.

Image may contain: 2 people, people sitting, table and indoor