د ۱۴۰۱کال، جوزا ۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Jun 01 2022 10:49 PM
a

د ۱۴۰۱کال، جوزا ۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کـــرکټ سیالۍ پیل شوې.
د پـیل په مراسمــــو کې یې د پکتیا پوهـنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده سپورت د صحت ضامن یاد کړ او په خبره یې که څوک غــــواړي چې صحتمند واوسیږي منظم سپورت دي وکړي.
نوموړي د کــرکټ لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه ، چې د لوبو پر مهال دي د لـــوبې ټول اصول او قوانین مراعت کړي، تر څو دغه لوبې د راتلونکو لوبو لپاره یو ښه اغاز واوسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د کـــرکټ روانې لـــــوبې د اتو پوهنځیو (طب، کمپیوټر ساینس،  انجینري، اقتصاد، ښوونې او روزنې،  ادبیاتو، کرنې او حقوقو) ترمنـــځ ترسره کیږي، چې دولــــس ورځې به په برکې ونیسي.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS