پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

pu_admin
Tue, May 13 2025 9:58 AM
ras

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دوشنبه د ١٤٤٦ ه ق کال ذوالقعدې میاشتې په ١٤مه، د پکتیا پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د جوړ شوي درې ورځني روزنیز ورکشاپ د پیل په مراسمو کې چې، د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار، د پکتیا پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي صاحب محمد عمر فضلي او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ورکشاپ برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو.

پوهنتون رئیس همدارنګه خبرو پر مهال په اسلامي ټولنه کې د ژورنالیزم او رسنیو پر ارزښت هم ګټور مالومات له برخوالو سره شریک کړل.

ښاغلي حمدي د خبریال لپاره په خپل مسلک کې د هغه صداقت او رښتینولي دین، خاورې او ټولنې ته ژمنتیا ضروري یاد کړل، چې پر اساس یې خپل اصلي هدف تر لاسه کولای شي.

پوهنتون رئیس همدارنګه د خپلو خبرو پر مهال رسنۍ د ټولنې سترګې او د حکومت څلورمه قوه یاده کړه.

ورپسې د پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي صاحب محمد عمر فضلي په اسلام کې د ژورنالیزم او مطبوعاتو پر ارزښت او څرنګوالي له ګډونوالو سره بشپړ مالومات شریک کړل.

ښاغلي فضلي د دین، خاورې او نظام د ساتلو لپاره د رسنیو او مطبوعاتو پر رول او اهمیت هم ګډونوالو ته مالومات ورکړل.

ورپسې د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي صاحب ثواب جان اسلام یار پر سالم رسنیز خدمت او د ټولنې اړتیا باندې د ورکشاپ ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

 وروسته په پکتیا کې د حریت خبریال محمد عمر ځواک د ورکشاپ پر راتلونکو دوو ورځو کې د شاملو تیوري او عملي زده کړو پر موضوعاتو د ورکشاپ له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

د یادونې وړ دی، چې د ورکشاپ پر راتلونکو دوو ورځو کې به هم د ژورنالیزم څانګې  بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته د مسلک اړوند  پر یو شمېر نورو موضوعاتو باندې عملي او نظري زده کړې ورکړل شي.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS