د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري استادانو او محصلانو ته د غوره څېړونکي او غوره مقاله لیکونکي د تشویق په پار ځانګړې یو ورځنۍ برنامه دائره شوه.

pu_admin
Wed, Sep 10 2025 1:59 PM
mmmaq

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري استادانو او محصلانو ته د غوره څېړونکي او غوره مقاله لیکونکي د تشویق په پار ځانګړې  یو ورځنۍ برنامه دائره شوه.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۷مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۱۹)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت له لوري استادانو او محصلانو  ته د غوره څېړونکي او غوره مقاله لیکونکي د تشویق پار په ځانګړې  یو ورځنۍ برنامه دائره شوه.

په جوړه شوې یوه ورځنۍ برنامه کې چې د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، د پوهنتون استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قــــــــــــــــــــــــــــــــران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت برخوالو ته د ښه راغلاست او  هرکلي ویلو ترڅنګ د دې معاونیت پر کړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو باندې له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

د ښاغلي حکمت پر خبره په پوهنتون کې به ټول هغه استادان یا محصلین ستایل کیږي، چې غوره څېړنه ترسره کوي او یا هم غوره مقالې لیکي او په پوهنتون کې به ورته د تشویق او هڅونې په پار ځانګړې برنامې هم دائریږي.

ورپسې د انجنیري پوهنځي د سیول څانګې د استاد پوهندوی دوکتور حضرت الله پکتین او د کرنې پوهنځي د استاد پوهاند هدایت الله سالاري څېړنه او مقاله د ۱۴۰۳ کال د غوره څېړنې او غوره مقالې د نومونې ترڅنګ ګډونوالو ته ارایه هم شوې.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS