د افغان ملي بانک پکتیا څانګې له پکتیا پوهنتون سره د شوي هوکړه لیک له مخې د درې پایې کاپېیر مرسته وکړه.

pu_admin
Sat, Jan 10 2026 9:47 AM

د افغان ملي بانک پکتیا څانګې له پکتیا پوهنتون سره د شوي هوکړه لیک له مخې د درې پایې کاپېیر مرسته وکړه.

د پوهنتون د مسؤلینو پر خبره دغه درې پایې لوی کاپېیر ماشینونه چې (٤٨٠٠٠٠) افغانۍ ارزښت لري، پکتیا پوهنتون ته وسپارل شول، چې د اداري چارو په چټکتیا کې به خورا

مهم رول ادا کړي، دوی همدارنګه له پوهنتون سره د افغان ملي بانک له همېشنۍ همکاري څخه هم مننه کوي او پر خبره یې چې افغان ملي بانک تر دې وړاندې هم له پکتیا پوهنتون سره د یو شمېر وسایلو او توکو مرسته او همکاري کړې دی.

بل خوا په ختیځ زون کې د افغان ملي بانک مسؤلین وایي، چې پوهنتون په تحصیلي برخه کې د دوی ټولو ګډ کور دی او لازمه دی، چې په هره برخه کې یې مرسته او همکاري هم وکړي.

د یادونې وړ دی، چې تازه د پکتیا پوهنتون او افغان ملي بانک ترمنځ د همکاریو یو ګډ یو کلن هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

Latest news

Mon, May 11 2026 2:37 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۳) نېټه،. . .

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

BACK TO NEWS