د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Fri, Mar 11 2022 12:03 PM
aa

د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۶ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي په مشرۍ اداري غونډه د ناستو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، وروسته اداري مرستیال سیف الله محمدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ پر یو شمېر موضوعاتو بحث وکړ او د ځینو مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.

ښاغلي محمدي وویل د چاپیریال ساتنې لپاره په ځانګړې برنامه کار کوي او ددې لپاره یې د نیالګیو کېنول د ټولو دنده یاده کړه.

اداري کارمندانو هم د کار پر وړاندې شته ستونزې له مالي او اداري چارو مرستیال سره شریکې کړې، مالي او اداري مرستیال هم ورسره د ژر حل ژمنه وکړه.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, May 14 2026 10:15 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د تدریس مهارتونو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د تدریس مهارتونو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

سه شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۵) نېټه،. . .

Thu, May 14 2026 10:12 AM
Background image

د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته د (میراث علم اهمیت، اسباب شروط او ارکان) تر سرلیک لاندې ځانګړې روزنیزه ناسته دائره شوه

د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته د (میراث علم اهمیت، اسباب شروط او ارکان) تر سرلیک لاندې ځانګړې روزنیزه ناسته دائره شوه

سه شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۵) نېټه، چې. . .

Thu, May 14 2026 10:08 AM
Background image

پکتیا پوهنتون رهبري د پوهنځیو له رئیسانو او څانګو آمرینو سره د یو لړ موضوعاتو پر سر د ښې همغږي رامنځته کولو په موخه ګډه ناسته وکړه

پکتیا پوهنتون رهبري د پوهنځیو له رئیسانو او څانګو آمرینو سره د یو لړ موضوعاتو پر سر د ښې همغږي رامنځته کولو په موخه ګډه ناسته وکړه

چهارشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۶) ن. . .

BACK TO NEWS