د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۲مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
a

د ۱۴۰۰ کال، کب ۱۲مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون انجونې او هلکان محصلین په پوره شوق او علاقه درسونو ته راځي.

د انجینري پوهنځۍ رئیس پوهنیار حمیدالله صدیقي وايي اوس هغه وېره او تشویش ختم شوی، چې پخوا دوی او زده کړیالانو یې درلوده، په خبره یې په پوره اخلاص، صداقت او وطني مینه ټولګي ته د تدریس په موخه ځي.

د یادونې وړ ده، چې پکتیا پوهنتون کې اوس ټول ټال ۷۵۰۰ انجونې او هلکان محصلین په اتو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي.

د نشراتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS