پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۱۸
Jar

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، پکتیا پوهنتون کې محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نشراتو آمر نیازالله اصیل ځاځي او محصلانو برخه درلوده.

 د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د دغه درې ورځني ورکشاپ د پای په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه پر مننې د ژورنالیزم څانګې له محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې هر ډول برنامې او پروګرامونه د دوی پر فکر ګټور وي له دوی سره دې موضوعات شریک کړي، چې ورته د برابرولو په برخه کې یې لازم اجرات وکړي.

د یادونې وړ دی، چې بل خوا د پکتیا پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند ژورنالیزم څانګې محصلان دا ډول ورکشاپونه، پروګرامونه او برنامې چې پر اساس یې دوی ډېر څه په عملي بڼه زده کوي خورا اړینې یادوي او غوښتنه یې دا دی، څو ورته دا ډول نورې برنامې هم دائرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د قرطاسیه او دفتري توکو قرارداد اعلان ته سپاري، پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!

پکتیا پوهنتون د (۱۲) قلمه نفتي موادو قرارداد اعلان ته سپاري. پر قانوني شرايطو برابر شرکتونه کولای شي، د شرطنامې د اخیستلو لپاره خپل غوښتنلیکونه د پکتیا پوهنتون ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د پکتیا پوهنتون اداري کارمندانو ته د (ایل سي ډي، پروجکټورونو، امنیتي کامرو او غږیز سیستم) سره د بلدتیا او کارونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق كال د شعبان المعظم. . .

BACK TO NEWS