د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست اړوند یوه شپږ کسیز هیئت پکتیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي د چارو څخه څارنې او ارزونې په موخه دې پوهنتون ته سفر کړی.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
taz

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست اړوند یوه شپږ کسیز هیئت پکتیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي د چارو څخه څارنې او ارزونې په موخه دې پوهنتون ته سفر کړی.

سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۵مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۱۰مې، سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست اړوند یوه شپږ کسیز هیئت پکتیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي د چارو څخه څارنې او ارزونې په موخه دې پوهنتون ته سفر کړی.

راغلي شپږ کسیز هیئت لومړی د پکتیا پوهنتون له رهبري سره د پوهنتون په ریاست مقام کې ګډه ناسته وکړه، چې د ناستې پیل له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ ورڅخه مننه وکړه، چې د نورو چارو او مصروفیتونو سره سره یې پکتیا پوهنتون ته خپل وخت ورکړ، څو د کیفیت لوړاوي له چارو څخه یې څارنه او ارزونه ترسره کړي.

پوهنتون رئیس همدارنګه د کیفیت لوړاوي پر ارزښت او اهمیت چې څنګه خپلو اهدافو ته په اسانۍ سره رسیږو، هم له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

 ښاغلي حمدي راغلي هئیت ته په خبرو کې تر خپله وسه پورې په پوهنتون کې د ترسره شویو کړنو په اړه ډاډ ورکړ، څو ورسره یې چارې منظمې او په ښه ډول ترسره شوې وي او په دغه ناسته کې یې د پوهنتون له مرستیالانو او پوهنځيو له رئیسانو څخه غوښتنه وکړه، چې له راغلي هیئت سره پوره همغږي و اوسیږي او د ارزونې دغه پروسه په ښه شکل سره مخته ولاړه شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه د راغلي شپږ کسیز هیئت غړي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین امین د ارزونې او دغې پروسې په اړه چې دوی یې په اړه سفر کړی، له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

وروسته د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم راغلي هئیت ته د پوهنتون پېژندنې ترسرلیک لاندې لنډ پرېزینټېشن وړاندې کړ.

د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه  راغلی شپږ کسیز هئیت به د پکتیا پوهنتون څخه دغه ارزونه په دریو کاري ورځو کې بشپړه او راپور به یې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي له ریاست سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS