د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (څېړنې، مقاله لیکنې او مونوګراف لیکنې) تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

pu_admin
Sat, May 17 2025 10:45 AM
mass

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (څېړنې، مقاله لیکنې او مونوګراف لیکنې) تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

پنجشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۷مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۵مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلانو ته د (څېړنې، مقاله لیکنې او مونوګراف لیکنې) تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

د (څېړنې، مقاله لیکنې او مونوګراف لیکنې) تر سرلیک لاندې ورکشاپ د پای په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک له هغو استادانو څخه چې د دغه درې ورځني ورکشاپ په برخه کې یې له دوی سره همکاري کړې مننه وکړه.

ښاغلي خپلواک د خپلو خبرو پر دوام محصلان د علم او پوهې ترلاسه کولو او ډېر مطالعې ته وهڅول، څو پر اساس یې وکولای شي خپل هدف ته چې یې د ځان لپاره ټاکلی په اسانۍ سره ورسیږي.

د یادونې وړ دی، چې د (څېړنې، مقاله لیکنې او مونوګراف لیکنې) تر سرلیک لاندې د درې ورځنی ورکشاپ  پر وروستۍ او درېیمه ورځ د پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د مونوګراف لیکنې اړوند پریزینټېشن ارایه او د برخوالو پوښتنو ته یې په اړوند برخه کې لازم ځوابونه ورکړل.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS