د پکتیا پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

pu_admin
Mon, Aug 18 2025 9:50 AM
za

د پکتیا پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۳مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۶مې، سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له څلورو څانګو څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، پوهنتون استادانو، فارغ التحصیل محصلانو او راغلو مېلمنو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون اړوند د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مرستیال پوهنمل نوراغا نوري د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د پوهنتون رهبري، استادانو، فارغ التحصیل محصلانو او د کورنۍ غړو ته یې د فراغت په ویاړ مبارکي وویله.

ښاغلي نوري همدارنګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پر کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل .

ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي غونډې ته د علم، پوهې او عصري زده کړو پر ارزښت او اهمیت باندې خبرې او وینا وکړه.

ښاغلي حمدي همدارنګه فارغ التحصیل محصلان وهڅول څو د ټولنې غوښتنې او اړتیاوې په نظر کې وساتي، د خپل مسؤلیت له مخې په مسلکي ډول هغه څه ترسره کړي، کوم چې د ټولنې غوښتنه او اړتیا دی.

پوهنتون رئیس فارغ التحصیل محصلان وهڅول څو لوړو زده کړو ته دې دوام ورکړي، پر لیسانس باندې ورته بسنه کول کفایت نه کوي، بلکې هڅه دې دا وکړي څو تر ماسټري او دوکتورا پورې زده کړې وکړي.

غونډې ته د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د وینا پر مهال فارغ التحصیل محصلانو ته په خطاب کې وویل د داسې رسنیو چې هغه د نورو پر لمسون کار کوي نه ښکار کیږي، بلکې حقیقت دې درک کړي او د الله ج له لوري د ورکړل شوي ادارک له مخې دې ژوند او کار وکړي.

ښاغلي خپلواک په خپلو خبرو  کې فارغ التحصیل محصلان وهڅول چې د اسلامي نظام خدمت او پکې په پوره اخلاص سره دنده او مسؤلیت اجرا کول ضروري دي.

ورپسې د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمدخان روحاني د وینا پر مهال د ژبو او ادابیاتو پوهنځي څخه  فارغ التحصیل محصلانو ته  په خطاب کې وویل چې تاسو مسؤلیت لرئ، څو د تر لاسه  کړیو زده کړو څخه پر استفادې ټولنې او جامعې ته ریښتونی خدمت وکړئ.

د یادونې وړ دی، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو فراغت غونډه فارغ التحصیل محصلانو ته د ستاینلیکونو او تصدیق پاڼو پر وېشلو سره پای ته ورسېدله.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS