پکتیا پوهنتون په انګړ کې د مسؤلین او محصلینو ترمنځ ګډ علمي او فرهنګي مجلس جوړ شو.

pu_admin
Thu, Aug 21 2025 9:26 AM
sdd

پکتیا پوهنتون  په انګړ کې د مسؤلین او محصلینو ترمنځ ګډ علمي او فرهنګي مجلس جوړ شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۶مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له ۲۹مې، سره سمون لري، مازدیګر مهال د پکتیا پوهنتون په انګړ کې د مسؤلین او محصلینو ترمنځ ګډ علمي او فرهنګي مجلس جوړ شو.

په جوړ شوي مجلس کې چې د پکتیا پوهنتون رهبري سربېره د پکتیا ولایت د یو شمېر ادارو مسؤلینو، د پکتیا دیني جامعې او پوهنتون استادانو، د دیني جامعې فاضلانو او د پوهنتون محصلانو برخه درلوده، د مجلس پیل د معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د جوړ شوي مجلس پر ارزښت او اهمیت یې خبرې او وینا وکړه.،

دغه ګډ  علمي او فرهنګي مجلس د ګډونوالو له لوري د شعرونو او ترانو پر ویلو او زم زمه  کولو او دعائې ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, May 11 2026 2:37 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۳) نېټه،. . .

BACK TO NEWS