د پکتیاپوهنتون لپاره د شا او خوا زرو کسانو په ظرفیت تالار ډبره کېښودل شوه.

د پکتیاپوهنتون لپاره د شا او خوا زرو کسانو په ظرفیت تالار ډبره کېښودل شوه.
دغه وداني چې د جمهور رییس له ځانګړې بودجې د (۵۰) میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، نن یې د پکتیاوالي شمیم خان کټوازي، د ولایتي شورا او ولایتي ادارې غړو او رییسانو، قومي مخورو، ځوانانو، د پوهنتون رهبري، استادانو او محصلانو او ګڼو پکتیامېشتو له خوا کېښودل شوه.
پکتیاوالي وویل چې دغه تالار به په شا او خوا یو کال کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي او چارې یې د بنایي محترمه اداره پر مخ وړي چې انشاالله تر خپل ټول توان به یې د نقشې مطابق کارونه سرته رسوي.
د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي او رهبري د هیواد محبوب او اکاډمیک جمهور رییس، د پکتیا له والي او د هیواد جمهور رییس سکرتر ځیرک صیب څخه نړۍ مننه کوي چې له پوهنتون سره یې خپله مینه ثابته کړه او ژمنه شوې پروژې یې پیل کړې.
د پوهنتون رییس ژمنه وکړه چې د بنایي له محترمې ادارې سره به په ګډه د پروژو د کارونو ښه څار لپاره تخنیکي هیات ورته ټاکي او له هغو به یې هیله دا وي چې له چارو دې د ښه تر سره کولو لپاره دوامدار نظارت وکړي څو دا بنسټیزې پروژې ښې تطبیق او ترسره شي.
د پوهنتون اداره د پوهنتون هر اړخیز پرمختګ ته ژمنه ده او هڅه به یې تل دا وي چې دا پوهنتون لا ډېر ودان او اولیتونو ته په کتو یې پرمختګ چاري وساتي.
اداره