پکتیا پوهنتون طب پوهنځي څخه 28 تنه محصلین فارغ شول

1397/9/29
پکتیا پوهنتون طب پوهنځي څخه 28 تنه محصلین فارغ شول.
پکتیا پوهنتون طب پوهنځي څخه د نهمې دورې 28 تنه فارغو محصلانو په مناسبت يوه شانداره غونډه وشوه، غونډه د قاري انصاراحمد ايوبي لخوا دقرانکریم په څو مبارکو ایتونو پیل شوه.
ورپسې د طب پوهنځي رییس پوهنيار مائیل خان منګل ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د طب پوهنځي په لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او د طب پوهنځي مشکلاتو باندې مفصلې خبرې وکړې.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزي خبرې وکړې، فارغ شویو محصلانو ته یې د فراغت مبارکۍ ترڅنګ دا یادونه وکړه چې تاسو په دې ټولنه کې ډېر مسوولیت لری، د یو مسلمان ژوند ژغورل د ټول امت ژوند ژغورل دي. د یوه انسان غلط تشخیص چې خدای مه کړه د هغه د مرګ سبب شي لکه ټول اُمت چې مو وژلی وي نو د دومره دروند مسوولیت درسپارلو په خاطر هم تاسو ځانونه فارغان مه شمېرئ ځکه تاسو د سیتاژ او تخصص دوره مخته لری، خپلو درسونه ته ادامه ورکړئ چې د یوه مریض ښه تداوي وکړئ او په دې سره خپله دنیوي او اخروي نیکمرغي ترلاسه کړئ.
د اداري چارو مرستیال پوهنمل عتيق الله سلطاني، دMRCA رییس فضل محمد منګل، د طب پوهنځي د استادانو په نماینده ګۍ استاد محمد شريف فرقاني، استاد نازدانه پکتیاوال،دحوزوي روغتون متخصص او دطب پوهنځي افتخاري استادمحمدګل محمدي اودمحصلينوپه نماينده ګي فردين او سيد سحرالدين خپلې ویناوې واورولې او فارغو محصلینو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه.
وروسته د لوړې مراسم ترسره شول
د غونډې په دویمه برخه کې هغه ستاینلیکونه چې د طب پوهنځي لخوا افتخاري استادانو، ملکي روغتون متحصصینو او میلمنو ته په نظر کې نیول شوي وو د پوهنتون او طب پوهنځي مشرتابه لخوا ور کړل شول او هم هغه تحايف چې دمحصلانو له خوا تيار شوي ٶ په استادانو وويشل شول، غونډه فارغو محصلانو ته د تصدیقونو په ویش باندې پای ته ورسیده.
ټولو فارغو محصلانو ته د یو ځل بیا مبارک وي خدای ج د وکړي چې د دې ځوریدلي او دردیدلي ولس د درد دوا او ټپ ملهم وګرځي.

Image may contain: 3 people, people standing and flower