کرنې پوهنځی څخه 325 تنه د لسانس په کچه فارغ شول

کرنې پوهنځی څخه 325 تنه د لسانس په کچه فارغ شول
پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له اګرانومي، باغداري، اقتصاد، ځنګلونو، حيواني علومو او نباتاتو ساتنې له شپږو څانګو 325 تنه د ټولنې او هېواد ته د خدمت په موخه وړاندې شول. هغه شانداره مراسم چې په دې اړوند جوړه شوي وو د قران کريم په مبارکو ایتونو پيل شول د ښه راغلاست وینا لپاره پوهنمل عبدالوهاب حکمت وغوښتل شو وروسته د پوهنتون رییس پوهندوی دکتور سيدولي جلالزي فارغينو، د فارغينو والدينو او خپلوانو ته مبارکي وويله او د دې پوهنځي له رییس او استادانو يې مننه وکړه چې د دوي په روزنه کې يې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې. د استادانو په استازولی محمد قیوم سیال خبرې وکړې. غونډه کې د تلپاتې سولې راتلو هیله وشوه.
اداره