د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه ۱۲ خوندو په شمول ( ۴۵۸) تنه فارغ او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شول.

د ښوونې او روزنې پوهنځي دولسمې دوري دیولسو څانګو څخه ( ۴۵۸) تنو محصلینو فراغت غونډه چې د قوس د میاشتې له ۲۶ مې نېټې سره برابره وه د پوهنتون په تالار کې په شانداره مراسمو سره تر سره شوه. 
د دې فارغینو له جملي څخه ( ۴۳۴) محصلین د ورځې برنامې،(۲۴ ) داخل خدمت محصلین او له دې جملي څخه (۱۲) تنه اناث محصلیني فارغې او د ټولنې د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندي شول.
غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل او ورپسې د غونډې ښه راغلاست وینا د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس پوهندوی ضیاالله احمدزي وکړه، ده په خپله وینا کې د پوهنتون له رهبري څخه مننه وکړه چې همېش یې د محصلانو او ادارې ستونزو ته رسیده ګي کړې ده، نوموړي فارغ شویو محصلینو ته د فراغت د مبارکۍ تر څنګ ټولو ګډون والو څخه د راتګ مننه وکړه چې د دوی پروګرام یې په خپل راتګ لا ښکلی کړ.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رییس دوکتور سیدولي جلالزي خپله عالمانه وینا وړاندې کړه او د محصلانو کورنیو او دوی ته یې د فراغت مبارکي وویله او فارغ شوي محصلینو ته یې دا پیغام وو چې په (۱۶) کلنو زده کړو باندي بسنه ونکړي او تر ماسټري او (phd )ترکچي خپلې زده کړې ورسوي.
د پوهنتون قدرمن رییس د یاد پوهنځي له مشرتابه او ټولو قدرمنو استادانو څخه د محصلینو د ښې روزنې څخه مننه وکړه او دوی ته یې د دوی د محصلانو فراغت مبارکي وویله.
ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي پوهنمل دوکتور عبدالله احمدی ارزښت ناکه وینا ګډونوالو ته واوروله د دې پوهنځي له استادانو او مشرتابه څخه یې مننه وکړه او ټولو فارغ شويو محصلینو ته یې د فراغت مبارکې وویلې.

ورپسي پکتيا پوهنتون محصلانو چارو معاون پوهنيار نقيب الله ځاځي،مالي او ادارې چارو معاون پوهنمل دوکتور عتيق الله سلطاني احمدزي خبرې وکړي. استادانو په نمایندګې پوهنيار ګلاب جان سجاد خبري وکړي، نوموړي په خپلو خبرو کې د پوهنتون د رهبري څخه مننه وکړه چې وخت په وخت یې د استادانو او محصلینو مشکلاتو ته وخت ورکړی او مشکلات یې حل کړي دي.

غونډه د محصلینو په ستاینلیکونو او په دعایې سره پای ته ورسیده. 
د پکتیا پوهنتون چې اوو پوهنځي لري سږ یې هم په بېلابېلو برخو کې سلګونو محصلینو خپلې د لیسانس دورې زده کړې بشپړې کړې چې په دې لړۍ کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو د فراغت په پار دغه مراسم جوړ شوي و.
د پوهنتون رهبري ټولو محصلینو ته د فراغت په ویاړ مبارکي وایي او د لا بریاوو هیله کوي.

Image may contain: 8 people, text and food
اداره.