د مننې، کور وداني او یادونې په پلمه

د مننې، کور وداني او یادونې په پلمه
له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې مې د پکتیاپوهنتون ریاست ته د معرفت په غونډه کې ویلي و، چې لس ورځې ریاست کوم، خو د ټولو اصولو، ارزښتونو او قوانینو په رڼا کې د پوهنتون پراختیا، پرمختیا او د لوړو زده کړو سیستم د شفافیت لپاره تر خپل ټول توان پورې مبارزه کوم، چې انشاالله د لوی الله ج په توکل او د خپلو ټولو اداري، کادري او خدماتي ټیم، ملګرو، مشرانو او دوستانو پر مټ مې همداسې وکړل.
په دې برخه کې مې د پکتیا پوهنتون استادانو، مامورینو او خپلو هغو ارمانونو لپاره شپه او ورځ کار وکړ، چې د پوهنتون سمسورتیا، پراختیا او پرمختیا لپاره مو لرل. له اداري اصلاح، شفافیت، رهبري، سمسورتیا، بیارغونې او نورو اړینو چارو رانیولې تر کریکولمونو نوي والي، د پوهنځیو او څانګو لپاره د اوږدمهالو پلانونو، لیدلوریو، د پوهنتون انکشاف او نورو علمي چارو پورې ټولو برخو کې مو د زړه له اخلاصه کارونو ډېره ښه نتیجه لرله، تر ډېره مو دواړه کلونه د پرمختګونو او پرمختیاوو کلونه و.
د ای ټي سنټر جوړول او تجهیز کولو، د حقوقو پوهنځي او لابراتوارونو لپاره د نویو تعمیرونو جوړولو چارې چې روانې دي، د پوهنتون احاطې دیوال جوړول چې چارې یې عملاً روانې دي، د زراعت لپاره تحقیقاتي فارم، د ای ټي سنټر لپاره د سولر سیستم نسبولو، د پوهنتون منځ سرک جوړولو قرارداد لاسلیکولو او نورو ګڼو لویو پروژو تطبیق کول، د بودجې پیدا کول او نظارت کول چې شا او خوا (۳۰۰) ملیونه افغانیو په قیمت یې چارې روانې دي د بیا رغونې پرخه کې بې ساري کارونه دي.
د هیواد په کچه محبوب ولسمشر محمد اشرف غني، د مشرانو جرګې قدرمن رییس مسلمیار صیب، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د ولس مشر سلاکار او د مالي محترم وزیر ډاکټر صیب قیومي،د لوړو زده کړو وزير، ځيرک صىيب، په ملي شورا کې د پکتیا ولسونو هغو درنو او پتمنو استازو چې تل یې د پوهنتون پرمختګ لپاره راسره منډې کړې، د پکتیا محترم والي شمیم خان کټوازي، د پکتیا ولایتي شورا مشر او درنو غړو، د پوهنتون درنو استادانو، مامورینو او خدماتي کار کوونکو، درنو ملګرو، د اړوندو ادارو درنو مشرانو او په ټوله کې له همکارو او همغږو دوستانو مننه کوم چې د دې دومره لویو او درنو چارو برخه کې زما لاس ونیو، ګډ کار یې راسره وکړه او تر ډېره هغه کارونه چې خیال و، راسره عملي یې کړل، د دې ټولو ذکر شویو او یا هم هغوی چې نومونه مې نه دي اخیستي خو همکاري یې کړې اشخاصو او دوستانو څخه ځانګړې مننه او له لوی الله ج څخه ورته اجرونه غواړم.
موږ به د ټولو دوستانو، مشرانو، کاري ټیم، د پوهنتون درنو مرستیالانو، معززو او همغږو ملګرو په مرستو، مشورو او له دوی سره په ګډه خپلې د لومړۍ ورځې وعدې ته په ژمنتیا په پوره اخلاص، صداقت، ژمنتیا، مینه، سپېڅلتیا او لیوالتیا خپل کار ته تر هغه دوام ورکوو چې دې بست کې د خادم په حیث موجود یم. تر خپله وسه نه فساد کوم او نه به هیڅوک فساد، بې عدالتي، قانون شکني، ظلم، ناروا، لټي او بې پروايي ته پرېږدم ځکه دا زما دیني او وطني وجیبه ده او باید ادا یې کړم.
د پوهنتون ریاست په دوران کې مې د ټولو همغږو، همفکرو او شعوري ملګرو، استادانو، مامورینو، مشرانو او په ټوله کې کاري ټیم په ملتیا، مشورو او مستقیمه او نا مستقیمه همکاري دغه لاندې چارې ترسره کړې دي، چې موږ یې اوس هم کمې بلو او دې برخه کې به لا ډېر کار کوو.

۱ – د جمهور رییس له ځانګړې بودجې څخه د محصلانو لپاره د لیلیې د دوه پنځه منزله ودانیو جوړولو کار خلاص شوی، لنډ وخت کې به یې کارونه هم پیل شي، چې شا او خوا (۳۰۰۰) محصلان ځایوي.
۲ - د 5•5 ملیونه افغانیو په لګښت د پکتیا پوهنتون منځ سرک په پاخه او اساسي ډول جوړولو قرارداد لاسلیک شوي، لومړني کارونه یې شروع شوي او د حمل په میاشت کې به یې چارې چې اوس د یخ له امله ولاړې دي، شروع او لږ وخت کې به بشپړې شي.
۳ – د (۱۹،۶) ملیونه افغانیو په لګښت د احاطې دیوال کارونه په عصري او اساسي ډول روان دي او د پسرلي په لومړیو دریو میاشتو کې به بشپړ شي.
۴ – د (۵۰) ملیونه افغانیو په لګښت لابراتوارونو تعمیر باندې کارونه روان دي، چې کارونه یې روان دي او راروان کال کې به بشپړ شي.
۵ - د شا او خو(۷۵،۴۸) ملیونه افغانیو چې شا او خوا (یو ملیون ) ډالره کېږي په ارزښت د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لپاره د نوي تدریسي تعمیر جوړولو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون په داخل کې د تدریسي خونو مشکل په بشپړ ډول حل شي.
۶ – د ۴۸ ملیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا پوهنتون لپاره مجهز ای ټي سنټر جوړ شو، د سولر سیستم کار یې هم روان دی او په پایله کې ټول پوهنتون کې د انټرنیټ ستونزه اواره شوې ده.
۷ – د زراعت پوهنځي د محصلانو او استادانو لپاره د شا او خوا (۴۵) زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تحقیقاتي فارم جوړول، چې همدا اوس د استادانو او محصلانو تجربې او تحقیقات پکې عملاً روان دي.
۸ - د (9,9)ملیونه افغانیو په ارزښت په پکتیا کې د وروستیو چاودنو له امله د پوهنتون تخریب شویو برخو د ترمیم لپاره قرارداد شوی چې عملاً یې کار روان او کارونه یې د ولایت او وزارت مقامونو او پوهنتون ریاست د مشترک ټیم له خوا څارل کېږي او د هغوی په هدایت مخ پر وړاندې روان دي.
په دې قرارداد کې د مسجد او نجونو لیلیې لپاره فرشونه، پردې او شا او خوا (۱۲۸) المارۍ نوې اخیستل هم شامل دي.
۹. د پوهنتون ترمیمیات چې د نجونو لیلیه، انجینري، ټولنیزو علومو څانګه، کرنې پوهنځی او د نجونو د لیلیې دیوال په برکې نیسي د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سره کار پرې روان ده او انشاالله چې چارې به ډېر ژر بشپړې شي.
۱۰. د نجونو لیلیې تشنابونه او د ښوونې روزنې پوهنځي تشنابونه چې ۲.۲ میلیونه افغانی مصرف پرې راځي د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړیږي. او کار پرې روان ده.
۱۱ – د تېرو کلونو په پرتله د حفظ او مراقبت په برخه کې د شپږ چنده زیاتې بودجې (۴) ملیونه افغانیو له وزارت مقام څخه اخیستل او په ټولو برخو کې پرې د ترمیم چارې قرارداد شوې او کار یې عملاً روان دی.
۱۲ – د لیلیې لپاره له څو کلونو وروسته په لومړي ځل د نږدې (۱،۳) ملیونه افغانیو په ارزښت د اشپزخانې او طعام خوري سامانونه اخیستل شوي او تر پوهنتون پورې رارسول شوي دي.
۱۳ – په ټوله مانا د شفافیت لپاره د محصلانو ټوله بدل اعاشه د عزیزي بانک سره د پوهنتون څو کسیز پلاوي په شتون کې تړون لاسلیک شو، چې شا او خوا (۵۰۰۰) کسانو ته د بانک کارټونه جوړ شوي او ټول محصلان خپلې پیسې له عزیزي بانک څخه اخلي، چې د همدې تړون له مخې په پوهنتون کې د صرافي اتومات ماشین (ATM) نصب شوى، چې یو د صرافي ماشین نږدې (۸۰) اتیا زره امریکايي ډالره قیمت لري.
۱۴– د سرې میاشتې ریاست په مالي مرسته د پوهنتون مخې ته د تلو راتلو لپاره یو هوايي پول جوړ او ترې استفاده کېږي.
۱۵– د پکتیا پوهنتون په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کادري روغتون په ډېرو کمو خپلو امکاناتو او د عامې روغتیا ریاست په پوره مرسته فعال شو او د ټولو مریض لرونکو پر مخ په رسمي وختونو کې پرانیستی وي.
۱۶- د محصلانو عملي روزلو لپاره د طب پوهنځي په برخه کې د عامې روغتیا ریاست سره تړون لاسلیکول چې نږدې (۶۰) تنه محصلان ترې د ستاژ او په ټوله کې د طب پوهنځي ټول محصلان ترې د صنفي ستاژ لپاره ګټه پورته کوي.
۱۷– په پکتیا کې د کرنې ریاست سره د همکاریو تړون لاسلیک کول چې شا او خوا (۴۰۰) محصلان ترې استفاده کوي.
۱۸– د اقتصاد پوهنځي محصلانو لپاره د عزیزي بانک، مستوفیت، اقتصاد ریاست، ښاروالي، ګمرک او د تجارت او صنایعو خونو سره تړونونه لاسلیک کول چې شا او خوا (۲۰۰) محصلان به ترې هر کال ګټه پورته کوي او هلته به عملاً روزل کېږي.
۱۹– د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي لپاره د بشري حقونو خپلواک کمیسون سره د همکاریو تړون لاسلیک شوی چې ترې په لسګونو محصلان د ټرنینګونو او نورو برخو کې ترې کار اخلي .
۲۰ – د ادبیاتو او ژورنالیزم لپاره د نن راډیو سره د همکاریو یو تړون لاسلیک شوی چې محصلان به په خپلو برخو کې عملاً روزي.
۲۱ – د ښځینه او نارینه محصلانو لپاره د پوهنتون په داخل کې یو مجهز کمپیوټر لیب جوړول چې په انټرنیټ سمبال دی او هره ورځ ترې په لسګونو محصلان استفاده کوي.
۲۲ – د الکټرونیکي کتابتون لپاره د شل پایو کمپیوټرونو نصبول او ترې انلاین استفاده کول.
۲۳ – د پوهنتون کتابتون لپاره شا او خوا (۳۵۰۰) کتابونو راوړل شوي او ځای پر ځای شوي دي.
۲۴ – کتابتون په فزیکي او مانوي لحاظ پراخول چې پخوا پکې (۳۰) کسانو مطالعه کوله او اوس پکې له سلو زیات کسان په یو وخت کې مطالعه کولی شي.
۲۵ – د انکشافي بودجې څخه (۱۰۰۰) پایې د ټولګیو لپاره چوکۍ، (۲۰) پایې المارۍ، (۵) پایې دفتري میزونه او (۸) د خطابې میزونه اخیستل شوي او عملاً په پوهنتون کې ترې کار اخیستل کېږي.
۲۶ – دطب پوهنځي د تالارونو لپاره له انکشافي بودجې د (۳۱۲) عصري او میز لرونکو چوکیو اخیستل او نصب کول چې پوهنتون کې یې عملاً لیدلی شئ.
۲۷ – په پکتیا کې د (IRC) له ولایتي دفتر څخه د (۲۴) المارۍ، (۳۵) دفتري چوکیو او (۴۰) دفتري او چای خوړلو میزونه راوړل شوي چې عملاً ترې کار اخیستل کېږي.
۲۹ - له پوهنتون څخه مو د زور واکانو او بې ځایه مداخله کوونکو د مداخلې ټول لاسونه د ولایتي ادارې او ولسمشر په قاطع حکم او همکاري قطع کړي دي.
۳۰ - دا چې په هیواد کې د وینو تویولو په ځای د وینې ورکولو دود رامنځ ته شي، د ټولو محصلینو ګروپونه، ادرس او د اړیکو شمېرې ثبت شوې او په ځينو یې کار روان دی، څو د اړتیا په وخت کې د خپلو ولسونو سره د علاقې له مخې مرسته وکړي، په دې کار سره به پوهنتونونه لا د ولسونو په زړه کې ځای پیدا کړي.
۳۱ - د ټولو پوهنځیو او څانګو د ارزونې په وخت کې د کریکولم او مفرداتو د نوي کولو سپارښتنه شوې، چې همدا اوس د ځینو څانګو کریکولمونه نوي شوي او په ځینو باندې عملاً کار شروع کېدونکی دی.
۳۲ - د پوهنتون رییس د مستقیم نظارت لاندې عملاً د استادانو له درسي پلانونو او درسونو څخه په ټولګیو کې مکرر نظارت شوی دی، چې تدریسي چارو کې ډېر پرمختګ راغلی دی.
۳۳ - د پوهنتون سرسبزي او چاپیریال ښکلا لپاره له (۱۴۰۰) څخه زیات نیالګي کېنول شوي او د ولسونو په مرسته له څلورسوه زیات زینتي ګلان او بوټي پوهنتون ته راوړل شوي، چې ساحه پرې ښکلې او درسي چاپیریال لا خوندور شوی دی.
۳۴ – پوهنتون ته د شا او خوا پنځو ژورو څاه ګانو کیندل چې د پوهنتون بوټو او ونو ته د اوبو رسولو ستونزه ورسره حل شوه.
۳۵ – د تېرې ځوانانو مدني ټولنې له خوا د راټولو شویو مرستو پر مټ د شا او خوا (۲) سوه زره افغانیو په ارزښت د پوهنتون لویې څاه لپاره د سولر سیستم نصب شو، څو په راتلونکي کې د پوهنتون نیالګیو لپاره د اوبو د کمبود ستونزه ونه لرو.
۳۶ – له انټرنیټ سره د پوهنځیو اداري خونې د پوهنتون له بودجې څخه په استفادې وصل شوې دي.
۳۷ – د پوهنتون ټولو زړو اسنادو لپاره یو دایمي او نوي ارشیف جوړ شو، چې ټول اسناد به پکې خوندي وي.
۳۸ - د پوهنتون په کچه د محصلینو تشویقول چې په ملي مسایلو علمي سمینارونه ورکړي، چې اول سمینار یی د اقتصاد پوهنځي محصل عزت الله ارین په عمومي تالار کې ارایه کړی و او دا لړۍ د کال تر پایه ډېره ښه روانه وه.
۳۹ - د پوهنتون ادارې په بار بار هڅونې سره د پوهنتون مخ کې پیاده رونو اساسي جوړولو لپاره ښاروالي عملاً لاس په کار شوې او د پوهنتون اداره یې منندویه ده .
۴۰ - په پوهنتون کې د مکافاتو او مجازاتو اصل د تطبیق او رواجولو لپاره د هغو پوهنځیو او څانګو په ستاینلیکونو نازول چې د ارزیابي په نتیجه کې یې ښه کارکرده ګي ثابته شوې وه.
۴۱ - ولایت مقام په شمول د پوهنتون تقاعد شویو استادانو ته ستاینغونډه برابرول، چې په دې سره هم دوی او هم نور استادان ښې کار کرده ګي ته تشویق شول .
۴۲ - د ښار جوړولو ریاست سره په همکاري په پوهنتون کې د بیا رغونو روانو پروژو کلک او مستقیم نظارت په صورت کې روانې پروژې له ډېرو سترو درغلیو ساتل شوې دي .
۴۴ – په هند کې له دوه معتبرو پوهنتونونو سره لومړنۍ خبرې شوې او په لنډ وخت کې به یې د تړون لاسلیک کولو چارې هم وشي.
۴۵ – د هیله تحصیلي شرکت سهیم ډاکټر تمیم اخلاص پکتیا پوهنتون ته سفر وکړ او د پوهنتون له رهبري سره یې د همدې شرکت له لارې د پوهنتون استادانو، مامورینو او محصلانو لپاره یې د روسیې په معتبرو پوهنتونونو کې د زیات تخفیف ژمنه وکړه .
۴۶ – د پکتیا پوهنتون د نجونو په لیلیه کې په ټوله مانا د لوړو زده کړو اصول سره سم ښځینه کارکوونکې استخدام شوې او تر ډېره اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
۴۷ – د ولایت مقام په مرسته نجونو لیليې ته د (۲۴) ساعته برق رسول.
۴۸ – د فواید عامې، ښارولي او زراعت ریاستونو پر مټ د نیالګیو بیخونو ته (۷۰) موټره زراعتي خاوره راوړل شوې ده.
۴۹ – د ای ټي برخه کې د پوهنتون په پښو درولو لپاره دوه تنه مامورین د درې میاشتنیو زده کړو لپاره کابل پوهنتون ته لېږل شوي دي چې تر ډېره به مو راتلونکي کې ستونزې ورسره حل شي.
۵۰ – (۲۹) کسان سږ کال د ماسټري زده کړو لپاره بېلابېلو هیوادونو ته لېږل شوي دي، چې په پکتیا پوهنتون کې د یوه کال په جریان کې دا یو بې سارې شمېره ده، چې د پوهنتون اینده مو ورسره له حده دېره روښانه کېدلی شي.
۵۱ – لنډ مهالو کورسونو یا فیلوشیفونو ته د لومړي ځل لپاره له پکتیا پوهنتون څخه یو تعداد استادان معرفي شوي دي، چې ځینې یې تللي او راغلي او ځینې سفر ته تیاری کوي.
۵۲ – د شا او خوا (۶۰) تنه استادانو ترفیعات په خپل وخت اجرا شوي او له وزارت مقام څخه یې بې له کوم ځنډ او خنډ څخه منظوري اخیستل شوې ده.
۵۳ – نړیوال بانک ته په سلګونه قلمه د لابراتواري توکو او په زرګونو جلده کتابونو لیست برابرول، چارې یې د وزارت له مقام سره په ګډه تر نړیوال بانک پورې تعقیب شوې دي او انشا الله چې په راتلونکي کال کې به یې د پوهنتون لپاره راته خریداري کړي.
۵۴ – د (۱۳۹۸) کال لپاره عملیاتي، مسیر پیداکولو او تدابیري پلانونه ترتیب شوي دي، چې په تطبیق سره به یې د پوهنتون هر اړخیزه بڼه بدله شي.
۵۵ – د جمهوري ریاست د ځانګړي حکم په اساس د پکتیا پوهنتون د ماسټر پلان سره سم د پوهنتون لپاره د لسو راتلونکو کلونو پروژو پلانونه جوړ شوي او وزارت مقام او جمهوري ریاست ته لیږل شوي دي.
۵۶ – د پوهنتون ټولو تعمیرونو ساتلو او رغولو لپاره پلان ترتیب شوی او انشاالله چې راتلونکي کال کې به وزارت مقام د همدې پلان پر اساس ډېره بودجه راکړي .
۵۷ – د مشرانو جرګې د قدرمن مشر د مکتوب په اساس د پوهنتون کادري شفاخانې او کتابتون ودانیو لپاره د بودجې کمیسون ته امر شوی چې د (۱۳۹۸) کال په بودجه کې ورته مالی وجوه په نظر کې ونیول شي، چې دا چاره لا هم روانه ده او انشاالله چې ښه پایله به ولري.
۵۸ – د پکتیا پوهنتون لپاره د طعام خوري، کمپیوټر ساینس او کودکستان تعمیرونو او احاطې لپاره د ډيزاینونو او پروپوزلونو چارې له ولایت مقام او لوړو زده کړو وزارت څخه خلاص شوي تر تحکیم ثبات پورې رسېدلي او لا هم د پوهنتون مشرتابه او مسوولینو له خوا تعقيبېږي.
۵۹ – پوهنتون ته دوه کاسټر موټر اخیستل شوی چې د پوهنتون ځینې کوچنۍ ستونزې به ورسره حل شي.
۶۰ – ټولو پوهنځیو او څانګو ته د کریکولمونو د نوي کولو او راتلونکي کال لپاره د تدریسي برخه کې د تیاریو نیولو مسوولیت سپارل شوی او امید دی چې استادان به یې په ډېر ښه ډول سره ادا کړي.
۶۱ – د پوهنتون پراختیا لپاره نوې پنځه زره جریبه ځمکه غوښتل شوې او وړاندیز د ولسمشرۍ ماڼې ته د ولایت مقام په مرسته لېږدول شوی دی.
۶۲ - د جمهوري ریاست محترم مقام له خپلې بودجې دځینو کارونو ژمنه کړې ده.
په راتلونکي کال کې به مو ډېره برخه کار په کیفیت وي، چې د ډیپارټمنټونو له تقویې نیولې د نویو پوهنځیو تر ایجاد پورې به تر خپل ټول توان پورې مبارزه کوو.
هڅه به کوو چې د پوهنتون پاتې برخه هم سرسبزه شي او د دې پوهنتون درسي چاپیریال لا ښکلی شي.
د پوهنتون ځینې برخې چې ترمیم ته عاجله اړتیا لري، وړاندیز شوې او په ترمیم به یې کار کوو.
د پوهنتون ورځنۍ چارې سمبالول او هڅه کول چې د پوهنتون پراختیا او پرمختیا برخه کې لا ډېر پرمختګونه ولرو.
کاپي 
د پکتيا پوهنتون رييس
پوهنمل دوکتور سيدولي جلالزی له پاڼې څخه

Image may contain: 11 people, people standing and indoor