د کابل او پکتیاپوهنتونونو تر منځ د همکاریو تړون لاسلیک شو

د کابل او پکتیاپوهنتونونو تر منځ د همکاریو تړون لاسلیک شو
د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي د تړون په اړه وویل چې کابل پوهنتون چې د هیواد په کچه تر ټولو پخوانی او ستر اکاډمیک مرکز دی، پیاوړي کادرونه، ګڼ شمېر علمي اثار او زیاتې اسانتیاوې لري نو په همدې موخه مو دا لازمه وګڼله چې له دې لوی او ارزښتمن اکاډمیک مرکز سره دې د علمي همکاریو تړون ولرو، چې له ډېر وخت کار وروسته بالاخره پرون په دې وتوانیدو چې دا تړون سره لاسلیک کړو او همکاري مو نورې رسمي او حتمي شي.
د کابل پوهنتون رییس او د جمهور رییس سلاکار پوهنمل حمیدالله فاروقي د تړون لاسلیک پر مهال وویل چې پکتیاپوهنتون د هغو ځوانو او نویو پوهنتونونو څخه دی چې په علمي،انکشافي او محیطي لحاظ یې په کم وخت کې ډېر او بې ساري پرمختګ کړی دی.
ښاغلي فاروقي د پکتیاپوهنتون رییس، مرستیالانو او رهبري هڅې وستایلې او ویې ویل چې یوازینی د پوهنتون رییس دی چې له ما سره ډېر په تماس کې دی او هر وخت یې چې ووینم د پکتیاپوهنتون لپاره یا رانه څه او یا هم کارونه راباندې سپاري چې دا د دوی پشت کار بودن دی او حق یې دی چې باید دې برخه کې وستایل شي.
د پکتیاپوهنتون رییس د کابل پوهنتون ریس له دایمي همکاریو مننه وکړه. نوموړي د کابل پوهنتون علمي مرستیال، د پکتیاپوهنتون مرستیالانو او همکارانو څخه مننه وکړه چې د دې تړون زمینه یې برابره او کارونه یې تیار کړي و.
دواړو لورویو تړون کې د راغلیو مواردو په تطبیق باندې ټینګار وکړ.
اداره

Image may contain: 2 people, people sitting, people standing and indoor