خبرتیا

خبرتیا
د پکتیاپوهنتون اداره غواړي چې په نږدې راتلونکي کې د (سوله او ښوونیز بنسټونه) تر عنوان لاندې علمي او څیړنیز کنفرانس جوړ کړي، چې پکې به د عالمانو، معلمانو، استادانو او ښوونیزو بنسټونو په رول باندې علمي مقالې او پریزنټیشنونه وړاندې شي.
نو په همدې اساس پکتیا مېشتو لیکوالانو، محققینو او عالمانو ته په خورا درنښت خبر ورکوو او هیله کوو چې په همدې تړاو که مقالې لري او یا یې هم د لیکلو علاقمند وي نو تر را روانې شنبې ورځې دې د پکتیاپوهنتون علمي چارو معاونیت سره شریکې کړي، څو له دوی او استادانو به دې برخه کې د ښوونیزو بنسټونو پر رول او دندو مالومات واورو.
په همدې هیله
اداره

Image may contain: outdoor