د خواشیني او تسلیت پیغام

د خواشیني او تسلیت پیغام
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیاپوهنتون په ښوونه او روزنه پوهنځي کې د دري ژبې او ادب څانګې استاد پوهندوی محمد اصف فروتن هم په کابل ښار کې د پرونۍ خونړۍ پېښې پرمهال شهید شوی دی.
انالله و انا الیه راجعون
د پکتیاپوهنتون مشرتابه، استادان، مامورین،محصلان او خدماتي پرسونل ټول د دې روژې په روی د الله ج دربار ته لاسونه لپه کوي چې الله ج دې مرحوم استاد ته فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته دې یې جمیل صبر ورکړي.
استاد عالم، مدبر، پاک زړی، ویښ، په وطن مین او دروند شخصیت و چې د پکتیاپوهنتون ټوله رهبري او استادان یې په ناڅاپي شهادت سخت خواشیني دي او له کورنۍ او دوستانو سره یې په دې غم کې ځان شریک بولي.
نن پنجشنبه له غرمې مخکې (۱۰) بجې یې د لوګر ولایت خوښۍ سیمه کې ادا کېږي، هیله ده چې دوستان به ګډون وکړي.
الله ج دې نور د دې مبارکې روژې په مخ د ګران هیواد څخه د جنګ او جګړو ټغر ټول کړي چې دا مسلمانان وروڼه یو له بل سره د اخوت او ورورولي په فضا کې ژوند وکړي.
امین
اداره

Image may contain: 1 person, beard, selfie and closeup