پکتیاپوهنتون به ځانګړی او مجهز کتابتون ولري

پکتیاپوهنتون به ځانګړی او مجهز کتابتون ولري
له ډېرو هڅو او ستړیاوو وروسته بالاخره په دې وتوانیدو چې د پکتیاپوهنتون کتابتون نوي تعمیر لپاره بودجه پیدا او د هیواد د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سره په همغږي یې سروې، ډیزاین او پلانونه برابر کړو، لنډ وخت کې به یې کارونه هم پیل شي، چې دا د نیکمرغي ځای دی او خوښ یم چې هڅې مو رنګ راوړي.
د کتابتون دا تعمیر به د مطالعې پراخ او مناسب تالار، د کتابونو ارشیف، د تحقیقاتي مرکز برخې، د انټرنیټي کتابتون برخه او نورې اداري او اړینې برخې ولري چې په جوړېدو سره به یې د پکتیاپوهنتون دا ستره ستونزه هم حل شي.
پکتیا پوهنتون کې مې د خپل ریاست په جریان کې د قدرمنو استادانو، مامورینو او پیاوړي کاري ټیم په مرسته وکولی شول چې لومړني ضرورتونه درک، پلان، تعقیب او بالاخره د بودجې پیداکولو، طرح او ډیزاین او جوړولو تر سرحده ورسول چې دا ټول د یو کس د وس خبره نه ده او کارنده ټیم غواړي.
زه په دې برخه کې د پوهنتون درنو مرستیالانو او کاري ټیم تر څنګ، له ټولو هغو کسانو چې د دې تعمیر برخه کې یې همکاري کړې، په ځانګړي ډول د هیواد محبوب او اکاډمیک ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړې پاملرنې،د هیواد د مشرانو جرګې قدرمن رییس مسلمیار صیب، د هیواد جمهور ریس قدرمن سکرتر ځیرک صیب چې بار بار یې دا تعمیر تعقیب کړی، د هیواد کلیو بیارغونې او پراختیا دروند او عالم وزیر کریمي صیب او د مالیې قدرمن وزیر ډاکټر قیومي صیب چې د بودجې په برخه کې راسره سخت زحمت شوي، له مرستو او همکاریو مننه کوم چې ډېر نا ممکن کارونه یې په خپلو مرستو او دایمي همکاریو ممکن کړل او له برکته یې نن پکتیاپوهنتون هره ورځ د پرمختګونو خبرونه لري.
عکسونه د ښارجوړولو وزارت او پکتیا ښار جوړونې او ځمکو ریاست له پاڼو کاپي شوی دي.
پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی
د پکتیاپوهنتون رییس

Image may contain: outdoor