پکتیا پوهنتون کې د ازادي سلمې کلیزې را رسېدو په ویاړ د ازادي تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

پکتیا پوهنتون کې د ازادي سلمې کلیزې را رسېدو په ویاړ د ازادي تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.
ناسته چې د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، د ښه راغلاست لپاره یې د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی راوغوښتل شو، چې ده په خپلو خبرو کې میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هیواد جمهور رییس، ټولو مشرانو او مسوولینو او ناستو کسانو ته د هیواد د ازادي سلمې کلیزې د رانږدې کېدو او رارسېدو مبارکي وویله.
د ده په وینا چې ازادي ستر نعمت دی او الحمدالله چې موږ یې د سلمې کلیزې د رارسېدو په ویاړ دا دی پروګرامونه لرو او ولس یې هم په خورا ولولو د نمانځلو لپاره تیاری نیسي، چې دا زموږ لپاره د خوشبختي ځای دی او ازادي د ولسونو ده، د وخت ولسونو ګټلې او اوسني ولسونه به یې ساتي او پالي، نو په کار دی چې ولس یې سلمه کلیزه له دې په لا ښو او پراخو ولولو ونمانځي.
د پوهنتون د فرهنګي کمېټې، مشرتابه، استادانو او محصلانو زیار یې دې برخه کې وستایه او هیله یې وکړه چې دې ورته لا ډېر پروګرامونه دې جوړ او وړاندې کړي.
د پکتیا ولایت مرستیالې اغلې مطهرې احمدزۍ هم د ازادۍ په ارزښت او د ولسونو لپاره یې په ارزښت عالمانه خبرې وکړې، نوموړې وویل چې د سر په بیه ګټل شوې دا ازادي به همدا ځوانان او لوستي طبقه د قلم په وزر او واسطه ساتي او داسې پروګرامونه چې وینم نو ساتنې ته مې یې هیلې او ارزوګانې وغوړېږي.
ورپسې د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد زمان سمون، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار شریف الله امین، د ښوونې او روزنې پوهنځي یو تن محصل غیرت خپلې علمي مقالې او راټول شوي مالومات د ناستې تر ګډونوالو ورسول، چې د ناستې ګډونوالو په خورا حوصله مندۍ او زغم سره واورېدل.
دوی ټولو په خپلو مقالو کې د ازادي په مفهوم، ارزښت، پېژندنه، اهمیت، په تاریخي لحاظ د ازادي اړوند موارد او د ازادي اغیز په حقوقي نظام باندې تشریح او توضیح کړل، چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل.
ناستې ته یو تن محصل په خپله خوږه ژبه بهترین پیغام لرونکی شعر ووایه، د وطن لپاره د خپلو اولادونو د روزلو او هغوی ته د فکر ورکولو برخه کې یې شعر ښه پیغام او موثر مسایل لرل.
ناسته د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پخواني رییس او فرهنګي شخصیت محمدشفا مشفق له خوا بریالۍ او له هیلو ډکه و ارزول شوه، د نوموړي په وینا چې پوهنتون د ازادۍ سلمې کلیزې لپاره دا دی څو متعدد پروګرامونه وکړل چې هر یو یې په خپله برخه کې ډېر بریالی خو دا یې تر ټولو ډېر بریالی او د هیواد په کچه ستر نوښت و، چې تر اوسه کوم پوهنتون نه دی کړی.
ناسته د استاد حاجي محمد محمدي له خوا د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.
د یوه اباد او په هره برخه کې په خپلو پښو ولاړ افغانستان په هیله.
اداره