د مننې په پار

د مننې په پار
په پکتیا کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمیسون څخه مننه کوو چې نن يې د ولايت مرستیالې اغلې مطهره احمدزۍ، د دې ادارې د درانه رییس، ښاغلي عبدالوکیل او نورو دوستانو په شتون کې د پکتیا پوهنتون اداري مرستیال ښاغلي محمدالله ګردیزي او کتابتون مامورینو او منسوبینو ته ۵۰۰۰ جلده کتابونه تسلیم کړل. د پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی د دوي له دې لويې پيرزوینې تشکري کوي او له لوی خدای ج څخه ورته د اوږد ژوند او بریاوو هیله کوي. موږ به انشا الله د خپلو ولسونو، ولایتۍ ادارې، لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون رهبري پرمټ پر مخ ځو. او دا پوهنتون به لکه څنګه چې موږ د خپل کار په لمړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې دا پوهنتون به په یوه سیال پوهنتون اړوو موږ بیا هم ژمن یو چې دې ارمان ته ځآن ورسوو.
د یوه اباد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان لیدو په هیله