د پکتیاپوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي نن د پوهنتون داخلي سرک کارونو د لیدلو په حال کې د سرک دواړو خواو ته د ګلدان لپاره جوړ شوی بې کیفیته کار ونړاوه او شرکت ته یې سپارښتنه وکړه چې یا دې روغ او با کیفیته کار وکړي.

د پوهنتون رییس وویل چې زه په هیڅ صورت د یوه عادي استاد او بیا د پوهنتون رییس په حیث چاته د بې کیفیته کار اجازه نه ورکوم او تر خپل ټول توان پورې به هڅه وکړم چې که یو لویشت کار کېږي هم د کیفیت په لحاظ به بې ساری وي.
د پکتیاپوهنتون رییس نن د ښاغلي احمدالله احمدي د ځوانانو د ازمايښتي پارلمان استازي، یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو، محصلانو او استادانو په شتون کې شرکت ته د وروستي ځل لپاره د با کیفیته کار ترسره کولو هدایت وکړ.
نوموړي له ځوانانو، مدني فعالانو، محصلانو او استادانو مننه وکړه چې له دوی سره اوږه پر اوږه ګډ کار کوي او کیفیت څاري.
اداره