د خوښي خبر او د مبارکي پېغام

د خوښي خبر او د مبارکي پېغام
پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي اتلو محصلینو، مجربو او په هېواد مینو استادانو او نوښتګر او مبتکر رییس یې دا ثابته کړه چې د پکتیا پوهنتون به لمړی وې. زه د پوهنتون په استازیتوب د دې سترې بریا چې د پکتیا پوهنتون د حقوقو پوهنځي تمثیلي محکمې په برخه کې د هېواد د اتو پوهنتونو له منځه خپله کړه د دې پوهنتون د حقوقو پوهنځي فعاله رییس ښاغلي پوهنیار نورانورفاروقي، د دې پوهنځي استادانو، د دې پوهنځي مبتکرو او زیارکښو محصلینو، د پوهنتون درې واړه مرستیالانو، د شپږو نورو پوهنځیو ریسانو، استادانو، محصلینو، ټولو کارمندانو، پکتیا میشتو او په ټوله کې د علم او پوهې مینه والو ته مبارکي وایم. نه یوازې دا چې د پکتیا پوهنتون حقوقو پوهنځي لمړی مقام خپل کړی بلکه د بهترین څارنوال، بهترین صورت دعوې او بهترینې دفاعیې درې بیل بیل ایوارډونه یې هم خپل کړي.
مننه له هڅو څخه مو الله ج مو تل بریالي او سرلوړي لره. موږ به انشاالله نور هم ستاسو غوندې اتلو ځوانانو په شتون کې پر مخ ځو او دا پوهنتون به د سیالو او پرمختللیو پوهنتونو په قطار کې دروو.